تاند، یکشنبه، د چنګاښ ۳۰مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایه ورکوونکو په لیست کې له اصلاحاتو وروسته یې ۴۰۰ زره غیر واقعي کسان له دغه لیست او ډیټابیس څخه ایستلي دي.
د ټاکنو کمېسیون نن یکشنبه تاند ته را استولې خبرپاڼه کې ویلي، د رایه ورکوونکو لیست کې له تېر کال راهیسې ۹ میلیونه ۱۰۴ زره او ۵۶۲ کسان وو، چې له چاڼ او اصلاح او سږنۍ تقویتي نوملیکنې وروسته یې ډیټابیس کې ۹ میلیونه ۶۷۸ زره ۲۸۳ کسان دغه لیست ته اچول شوي وو، چې له دې منځه بېرته ۴ سوه زره نومونه ایسته کړای شوي دي او دا پروسه روانه ده.
کمېسیون خبرپاڼه کې ویلي، سږ کال د نوملیکنې تقویتي دوره کې ۳۲۹ زره او ۳۱۲ کسانو ځانونه راجستر کړي دي چې ټول ټال یو زرو ۷۹۱ کتابچې پرې ډکې شوې دي.
د ټاکنو کمېسیون زیاته کړې، غزني ولایت کې ټاکنو ته ۲۴۴ زره ۴۰۹ کسانو نوملیکنه کړې ده، خو د کمېسیون په وینا د امنیتي ستونزو له کبله لا هم له ډېرو ولایتونو او سیمو څخه د نوملیکنې مواد بیرته ورته نه دي رارسېدلي.