تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، تر اوسه دوی ته د رسېدلیو راپورونو په اساس د سیمې په هیوادونو کې ۹۱ تنه افغان کډوال د کورونا له کبله مړه شوي دي

د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، دا شمیره دقیقه نه ده، خو د دوی راپورونه ښيي چې په  ایران، ترکیه، یونان او پاکستان کې ۲۵۸ افغان کډوال په کورونا اخته دي چې له جملې څخه یې ۹۱ تنه مړه شوي دي.

 د ښاغلي بلخي په خبره تر اوسه یې په مختلفو هیوادونو کې د کډوالو د اتشو د راپورونو له مخې په ترکیه کې ۲۰ تنه افغان کډوال په کورونا اخته دي او ۵ تنه ترې مړه شوي دي.

همدا راز په یونان کې د ۵۶ زره افغانانو له جملې څخه یې ۱۲ تنه په کورونا اخته دي چې وضعیت یې په ښه کېدو دی.

  دی وايي، په پاکستان کې هم یو افغان له کورونا څخه مړ شوی دی.

تر اوسه که څه هم په بهر کې د افغان کډوالو تر منځ د کورونا ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپورونه نشته خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې اړه د معلوماتو په راټولولو لا هم بوخت دي.

تر دې وړاندې د کډوالو وزارت ویلي وو چې په ایران کې لږ تر لږه ۵۰ افغانان هم کورونا وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *