تاند- د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت اداره وايي، تراوسه پورې نژدې ۱۵۰۰ تنو ته الیکترونیکي تذکرې ورکړل شوي دي.
د دې ادارې ویندوی روح الله احمدزي نن /یکشنبه/ وویل«د الیکترونیکي تذکرو د توزیع له پیله تراوسه پورې، نژدې ۱۵۰۰ تنو الیکترونیکي تذکرې اخیستي دي. موږ د ۳۰ زره تنو او دغه راز د ۶ زره کورنیو فورمې ترلاسه کړي دي.»
یو شمېر خلک شکایت کوي چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش پروسه ډېره ټکنۍ ده او باید ډېر انتظار ورته وباسي.
دوی د نفوسو د احوالو د ثبت له ادارې غواړي چې خپل امکانات زیات کړي څو ډېر خلک په لنډ وخت کې الیکترونیکي تذکرې واخیستلی شي.
په ارګ کې د الیکترونیکي تذکرو په وېش پسې د وېش یو مرکز د کابل ښار په شېرشاه مېنه (کارته چهار)، بل په وزیراکبرخان مېنه کې پرانیستل شوی، او درېیم مرکز د شنبې له ورځې /د جوزا ۱۱مې/ راهیسې په احمدشاه بابا مېنه کار پیل کړ، خو د نفوسو د احوال د ثبت اداره وايي چې په پلازمېنه کې به د الیکترونیکي تذکرو د وېش ۵ نور مرکزونه پرانیزي.
دا اداره په پام کې لري چې په ۶ میاشتو کې د ولایتونو په مرکزونو کې هم د الیکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونه جوړ او د تذکرو د وېش بهیر پیل کړي.