تاند: د احصائیې ملي اداره وايي، د الکترونیکي تذکیرو د وېش پروسې له پیله تر اوسه ۱۸۵ زره کسانو باندې دا تذکیرې ویشل شوې دي.
د احصائیې ادارې د نشراتو ریاست وايي، تر دې دمه ۱۸۵۳۰۱ بریښنايي تذکیرې ویشل شوي چې ۹۷۲۶۵ یې نارینه و اخیستې او ۸۸۰۱۴ تذکیرې مېرمنو اخیستې دي.
د احصائیې ادارې د نشراتو رئیس مسعود الیشنګی وايي، تر ټولو زیاتې تذکیرې د کابل خلکو اخیستې دي او ولایتونو کط یې لا کومه څانګه نه ده فعاله کړې، خو سبا یعني یکشنبه به هرات کې یو د تذکیرو د ویش مرکز لومړي ځل لپاره پرانیزي.
د بریښنایي تذکېرو وېش په ۱۳۹۷ کال د ثور په ۱۳مه د ولسمشر لخوا پيل شو، خو عبدالله عبدالله یې مخالفت وکړ او وروسته اجرائیه ریاست وویل، تر اوسه چې هر څومره بریښنايي تذکېرې ویشل شوې دي، قانوني اعتبار نه لري.
د دغو تذکیرو د ویش په برخه کې د قوم د نوم لیکلو او نه لیکلو په موضوع جنجالونه زیات شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *