تاند- په امریکا کې له یوې تازې نظرپوښتنې سره سم، چې د روان دسمبر د دوولسمې او پنځلسمې ترمنځ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له لوري شوې، نسبت هر بل وخت ته زیات امریکایان په افغانستان کې د امریکا له جګړې سره مخالف دي.

په درو کې دوو برخو پوښتل شویو امریکایانو ویلي چې په افغانستان کې د امریکایانو جګړه په هغو قربانیو او مصرفونو نه ارزي چې امریکایانو په دوولس کلونو کې په غاړه اخیستي دي.

د دې نظرپوښتنې له مخې، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کړې ده، اکثریت امریکایانو لا هم د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ټولو محاربو پوځیانو له وتلو وروسته د یو شمېر امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو ملاتړ کړی دی.

په سلو کې ۶۶ پوښتل شویو کسانو ویلي چې دا جګړه په دې نه ارزي چې امریکایان دې د هغې لپاره خپلې وینې وبهیوي یا دې پیسې ولګوي.

هغوی چې ځانونه ازاد یا لیبرال معرفي کړي، نظرپوښتونکو ته ویلي چې په افغانستان کې پر پوځي پانګونې خوابدي دي، په سلو کې ۷۸ ویلي چې دا جګړه یوه تېروتنه وه.

په سلو کې ۶۷ پوښتل شویو دیموکراتانو، ۶۱ محافظه کارانو، ۵۴ جمهوري غوښتونکو او ۷۱ بې پلوو ویلي چې په افغانستان کې د امریکا پر جګړې سخت اعتراض لري.

د اې بي سي نیوز د راپور له مخې د دې نظرپوښتنې نتیجې تر دې حده د افغانستان له جګړې سره د امریکا د عامه ذهنیت مخالفت ښيي چې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د عراق له جګړې سره یې ښودلی و.

امریکا دوه کاله پخوا له عراقه خپل پوځیان وایستل.

د آی کژولټي ویبپاڼې د راپور له مخې د عراق په جګړه کې ۴۴۸۶ امریکايي پوځیان ووژل شول.

د دې ویبپاڼې د شمېرنو پراساس د تېرې جمعې تر ورځې پوري په افغانستان کې ټولټال ۲۳۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

تراوسه پوري په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو یا روزونکو د شمېر په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د مشورتي لویې جرګې له تایید سره سره د افغانستان ولسمشر حامد کرزی حاضر نه دی چې له امریکا سره دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

کرزي ویلي، که یې شرطونه ونه منل شي، موافقه نه لاسلیکوي او په دې اړه دې راتلونکی ولسمشر، چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو په نتیجه کې غوره کېږي، پرېکړه وکړي.

امریکايي چارواکي پر کرزي فشار راوړي چې دا موافقه ژر تر ژره لاسلیک کړي څو پنتاګون له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځیانو لپاره پلان او بودجه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *