ذبیح الله رحیمزی

له بیل ګیټس یې وپوښتل:

له تا بل شتمن هم شته؟

ویل یې: هو یواځې یو تن!

ـ دا څوک دی.

وویل:کلونه وړاندې له یوې ادارې منفک شوم او تازه تازه مې د مایکروسافټ په اړه فکر کول پیل کړي و،یوه ورځ په نیویارک ښار کې ګرځیدم چې ناڅاپه مې په ورځپاڼو سترګې ولږیدې. د یوې ورځپاڼې د سر لیکونه مې سخت خوښ شول،نو جیب ته مې لاس کړ چې څو دا ورځپاڼه وپیرم. ګورم چې په جیب کې یوه روپۍ هم نلرم.

غوښتل مې له رانیولو یې تېر شم،چې پام مې شو یوه تور پوستی ورځپاڼه خرڅونکی ځوان راته متوجې دی.

وویل: دا ورځپاڼه ستا ده؛درته مې وبخښله وروره !

ومې ویل: زه یې داخیستو پیسې نه لرم!

ویل یې: ستا لپاره ده! ومې بخښله!

درې میاشتې وروسته ناڅاپه په هماغه سړک او هماغه ځای باندې تېریدم،یوځل مې بیا په یوه مجله سترګې ولږیدې بیا مې جیب ته لاس ور وړ؛خو بیا راسره د اخیستو پیسې نه وې.

بیا راته هماغه ځوان وویل وروره! دا مجله ستا لپاره ده.

وه مې ویل: زویه جانه څو میاشتې وړاندې راغلم یوه ورځپاڼه دې راته بې پیسو راکړه او اوس دې مجله، ته له هر چا سره دا ډول کوې. ورته یې بخښې؟

تنکي ځوان وویل:هو زړه مې غواړي چې ورته یې وبخښم؛ او دخپلې ګټې یې ورته بخښم.
د دې ځوان دا خبرې مې په ذهن کې پاتې شوې او له ځانه سره مې دا فکر کاوه چې خدایه دا ځوان د کوم احساس له مخې داسې کوي.

له ۱۹ کلونو وروسته کله چې زه د قدرت په اخري کرښه کې وم پریکړه مې وکړه چې دا سړی پیدا کړم.

څو خپل تېر پور ادا کړم. یوه ډله مې وګمارله او ورته مې وویل چې لاړ شئ په پلاني نومې ځای کې یوه ورځپاڼه پلرونکی و. یوه نیمه میاشت څیړنې وشوې بلاخره معلومات وشو چې هغه تورپوستی سړی اوس په یو نندارتون کې کار کوي. خلاصه دا چې هغه ته یې بلنه ورکړه ؛ له هغې مې وپوښتل:

ما پیژنې؟

وویل: هو! تاسې ښاغلی بیل ګیټس یاست تاسو خو ټوله نړۍ پیژني.

وه مې ویل: کلونه وړاندې چې ته کله ځوان وې او ورځپاڼې دې پلورلې دوه ځلې دې ماته ورځپاڼې بې پیسو راکړې ځکه چې ماسره پیسې نه وې؛تا دا کار ولې کاوه؟

وویل:دا یوه طبیعي خبره ده او دا زما خوښه وه.

وه مې ویل: اوس پوهیږې چې څه کار درسره لرم؟

پوهیږې غواړم هغه مهرباني چې دې ماسره کړې جبران یې کړم؟

ځوان وویل: څنګه ؟

ـ هر څه چې وغواړې درکوم یې.

«خپله بیل ګیټس وايي دغه ځوان چې خبرې کولې په مسلسله توګه یې خندل»

تور پوستي سړي وویل: هر څه چې وغواړم راکولی یې شې.؟

ـ هو هر څه چې وغواړې.

ـ په رښتني توګه هر څه چې غواړم؟

بیل ګیټس وویل: هو هر څه چې وغواړې درته یې درکوم،ما له ۵۰ افریقايي هېوادونو سره مرستې کړي د دې ټولو په اندازه هم تاته درکولی شم ان له دې ډېرې.

ځوان وویل: ښاغلی بیل ګیټس نه شې کولی جبران یې کړې!

وه مې ویل: دا نو څه معنا؟ نشم کولی که نه غواړم؟

وویل: غواړې؛ خو نشې کولی جبران یې کړې.

ومې پوښتل: ولې نشم کولی جبران یې کړم؟

هغه تور پوستي وویل: زما او ستا ترمنځ توپیر دا دی چې ما هېڅ نه لرل؛خو تاته مې یو څه وبخښل او ته د ډيرې شتمنۍ د لرلو وروسته غواړې ماته یې وبخښې او دا هېڅ جبرانونکی نه دی او دا هېڅ څه نه جبرانوي. په دې کار نشې کولی سکون ترلاسه کړې.

بیل ګیټس وایي: « له همدې شیبې احساسوم چې په نړۍ کې له ما یو بل شتمن تن هم شته هغه همدغه ۳۲ کلن تورپوستی مسلمان ځوان!»

0 thoughts on “تر بیل ګيټس شتمن”
  1. د بیل ګیټس په لاس دری امضآ شوی شهادت نامی په لاس کښی لرمه خو کاش چی ددی تور پوستی مسلمان د لاس نښه هم راسره وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *