تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو له لس فیصده شمېرل شویو رایو سره سم تقریباً نیمايي ډاکتر اشرف غني احمدزي ترلاسه کړي او پاتې ۶ نورو کاندیدانو ته په برخه شوي دي.
د رایو شمېرنه دوام لري او هره شېبه د کاندیدانو د رایو په فیصدي کې بدلون راتلای شي.
لکه چې وویل شول، د انتخاباتو په پایلو کې هره شېبه بدلون راځي. د تېرې شپې تر پایه پوري د اشرف غني احمدزي رایې ۴۰۶۵۲۳ ته ورسېدې. د عبدالله عبدالله رایې تر ۳ لکو یو څه واوښتې.
اوس د عبدالله عبدالله د ټولو رایو شمېر ۳۰۳۶۶۷ دی. د زلمي رسول د رایو شمېر ۵۸۸۶۳، د قطب الدین هلال ۸۹۹۲، د ګل اغا شېرزي ۲۹۶۳، د عبدالرب رسول سیاف ۳۳۸۸۳ او د هدایت امین ارسلا ۲۸۵ دی.
پر دې اساس د اشرف غني احمدزي د رایو فیصدي اوس (د دوشنبې د سهار تر ۸ بجو پوري) ۵۳ ده. د عبدالله عبدالله عبدالله د ټولو رایو فیصدي ۳۵ او ورپسې د زلمي رسول ۷ اعشاریه صفر ده.
نن به د یو شمېر نورو ولایتونو د رایو پایلې هم څرګندې شي او ګومان کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم ابتدايي پایلې اعلان کړي.
د تاند د ویب پاڼی محترم لیکوال صاحب مهربانی له مخی د داکتر صاحب اشرف غنی د رایو شمیره صحیح ولیکی دا ځکه چی ارقام یی لسزریز لیکل شويږ
دا خبر د تېرې شپې دی. اوس پکې تغییر راغلی دی
which Result your website shown that is not update Asharf Ghani Vote is 465,231 but you mentioned 406,523.please correct it
These figures are very important please recheck the numbers before submitting to the news.