تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن له یوې بلې ښې لوبې سره سره، په نړیوال شل اووریز جام کې درېمه ماته وکړه.
پچه انګلیسي لوبغاړو ګټلې وه او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.
افغان باولرانو خورا ښه باولینګ وکړ، ۷ انګلیسي لوبغاړي یې وسوځول او هغوی یې پرېنښودل چې زیاتې منډې وکړي.
تمه وه چې افغان لوبغاړي به د انګلیستان له لوري ۱۴۳ منډې هدف پوره کړي خو یوازې یې تر هدف ۱۵ منډې کمې وکړې.
د شهزاد، اصغر ستانکزي او ګلبدین نایب ژر سوځېدو د افغانستان د نورو بټسمانو پر لوبې منفي اغېز وکړ.
د لوبې نور جزیات لاندې وګورئ
افغان باولران ښه وځلېدل
تاند – په نوي ډیلي کې د انګلستان ټیم ۱۴۳ منډي هدف افغان لوبډلې ته وټاکه. دا ډير هدف نه دی. که چیرته افغان لوبغاړي هغسې لوبه وکړي لکه له جنوبي افریقا سره چې یې کړې وه نو ښایي دې هدف ته په اسانۍ ورورسیږي. په تیره بیا چې په دې میدان کې تیز توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ ښه ونه چلیده نو د انګلستان تیز باولران به هم ممکن ورته ستونزه ولري، که داسې شي بیا به هم افغانان هدف پوره کړي.
د افغانستان په باولرانو کې راشد ارمان او محمد نبي دوې ویکټې واخیستې او ۱۷ منډې یې په څلورو اورونو کې ورکړې.
حمزه هم په پیل کې ښه باولنګ وکړ خو په خپل څلورم اوور کې یې ۲۵ رنزه ورکړل چې له دې سره د انګلستان رنزونه هم زیات شول. د انګلستان له لورې تر ټولو ښه لوبه معین علي وکړه دی د انګلستان ال راونډر دی چې ورو توپ اچوي. د انګلستان پیاوړي بیټسمینان له روټ، سټوک، رای، مورګان، بټلر ونه توانیدل چې د افغان باولرانو مخې ته ټینګ شي.
د انګلستان په ټیم کې پکار دي چې افغانستان له ټاپلي سره چې په چپ لاس توپ اچوي احتیاط وکړي او له عادل رشید او معین علي سره په احتیاط ولوبیږي. که داسې وشي افغانان به هدف پوره کړي.
د انګلستان شل اوروه په داسې حال کې پوره شول چې اووه لوبغاړي یې سوځیدلي وو، معین علي ۴۱، ویلي ۲۰ او هدف ۱۴۳ شو.