زاهد الله ځلاند- که تر اوسه چا په فېسبوک کې له مقابل لوري سره خبرې کولې نو فکر به یې کاوه چې غږ یې نه پېژندل کېږي، تر اوسه دې کار امکان هم درلود خو تر دې وروسته داسې نه شي کېدلای.
فېسبوک د وېټ.ای آی ( Witi.ai ) له کمپنۍ څخه داسې یو سافټ وییر اخیستی چې د یو چا غږ په طبیعي ډول تشخیص کوي.
فېسبوک د دغه سافټ وییر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا ټکنالوژي به د فېسبوک کاروونکو سره مرسته وکړي، تر څو د مقابل لوري غږ ځان ته معلوم کړي او همدا راز د هکرانو په له منځه وړلو کې هم مرسته کولای شي.
فېسبوک اعلان کړی، چې د امریکا په کلیفورنیا آیالت کې یې له یوې کمپنۍ هغه سېستم اخیستی، چې غږ پرې تشخیص کېږي.
هغه کمپنۍ چې فېسبوک ترې دغه سېستم اخیستی، یوازې ۱۸ میاشتې عمر لري او مرکز یې د امریکا په کلیفورنیا آیالت کې دی.
فېسبوک چې په نړۍ کې ( ۱،۳) ملیونه فعال کاروونکي لري، ورځ تر ورځې خپلو کاروونکو ته خدمات پراخه کوي او نوې، نوې آسانتیاوې رامنځته کوي.