ښايي باور مو ونشي، خو ماريا ګارشيا او د نوموړې مېړه مېګوېل رېسټرېپو له 22 کالو راهيسې د زمکې لاندې د فضله موادو په يوه سوري کې ژوند کوي. دا کولمبيايي جوړه که څه د ژوندانه له ډېرو ساده هوساينو او خوندونو لرې پاتې ده، خو بياهم له خپل ژونده خوښه برېښي.
ماريا او مېګوېل د لومړي ځل لپاره د کولمبيا په مېډلېن سيمه کې له يو بل سره وليدل. دا سيمه د نشه يي توکو په روږدو او تاوتريخوالي له کبله يوه بدنومه سيمه ده. په لومړي سر کې دوی د سرک پر غاړه اوسېدل، چې په نشه يي توکو روږدېدو د دوی ژوند ورځ تر بلې خراباوه، خو دوی هغه وخت يو څه راحت مومي، کله چې له نشه يي توکو سره خدای په اماني کوي.
دا چې ماريا او مېګوېل کورنۍ او خپلوان نه لري او ترڅنګ يې بل چا هم د سرپناه پيداکولو کې د دوی لاسنيوی ندی کړی، له همدې کبله دوی دا غوره وګڼله چې د فضله موادو يو سوری ځانته د کور په توګه وټاکي. دا جوړه دې سوري کې، په خورا خوښۍ له مينې ډک ژوند تېروي او د پرېښودلو کومه پرېکړه يې هم نه لري.
د فضله موادو په سوري کې ژوند کول د چټليو او مېکروبونو يو ډک انځور وړاندې کوي، خو دوی په ډېرو هڅو توانېدلي چې له دې سوري ځانته يو داسې کور جوړ کړي، چې د ژوند بنسټيزې اسانتياوې پکې وي. دوی په سوري دننه کور کې برښنا، بخارۍ، پکی، کوچنی پخلنځی، د ويده کېدو توشک، تلوېزون او ورته نورې اسانتياوې ځانته برابرې کړې دي.
جالبه يې دا چې ماريا او مېګوېل د خوښيو په شپو او ورځو کې دغه کوچنی او چټل کور، د نورو خلکو د کورونو په څېر په زينتي توکو ښکلی کوي. د دوی په نشتون کې د کور ساتنه د “بليکي” پر غاړه وي، چې د دوی يو نازولی سپی دی.
سرچينه: ScoopWhoop