عصمت تره کی
د ځوانانو علمي کاروان مشر
د ځوانانو علمی کاروان په نوښت د غزني په ښار کې د فخرافغان تر نوم لاندي وړیا ښوونیز مرکز پرانیستل شو!
له نېکه مرغه په خپل لمړۍ ګام کې مو د ځوانانو علمي کاروان د خوارکښ او تکړه ځوانانو د منډو او غزني مېشتو پانګوالو د مرستو په پایله کې په غزنې کې د فخرافغان ښوونېز او مالوماتي مرکز بنسټ کېښود.
ياد ښوونېز او مالوماتي مرکز به د ديني زده کړو، انګلیسی، ساینسی زده کړو، کمپيوټر، خطاطي او رسنیزو زده کړو په برخو کي له اقتصادي نظره د کمزورو زده کوونکو لپاره په ټیټ قیمت او لوړ کیفیت د پوهي په برخه کې چوپړ وړاندي کوی.
په دې ښوونيز او مالوماتی مرکز کې به د ځوانانو علمی کاروان غړي او د غزني ځېني علمی کدرونه په وړیا توګه تدریس کوي. چی د ځینو لګښتونو د پوره کولو په موخه تر اوسه پوري د یاد مرکز مالوماتي څانګه په بشپړه توګه وړیا او ښوونيزي څانګي عمومي فیس(۹۰)افغانۍ ټاکل شوي. خو د پانګوالو او علمی کدرونو د همکاري په صورت کې به مونږ خپل فیس نور هم راټیټ کړو.
نو له ټولو پانګوالو څخه په خورا درنښت هېله کوو ترڅو د ناپوهې ټغر د ورټولولو په موخه له فخر افغان ښوونیز او مالوماتي مرکز سره مرسته وکړي.
ترڅو نور هم پراخ او د هېواد هر ګوټ ته یی څانګي ورسیږی.
لازمه بولم چي له ټولو هغو ځوانان، پانګوالو او علمي کدرونو یوه ځانګړۍ مننه وکړم چي تر اوسه یي له مونږ سره منډي کړي.
او د لا زیاتو همکاریو ژمنه یی کړی.
يادوونه: فخرافغان ښوونیز مرکز د دفتری وسایلو له نشتون سره مخ ده ، که څوک غواړي په دی برخه کې مرسته وکړي نو لاندی شميری سره دي اړیکه ټینګه کړي.
درنښت
#فخرافغان_برای_غریبان
پته: غزني ښار، دريم پلان، محمدي جومات شمال لورته دوهمه کوڅه، مشفق لطیف زاده وړکتون.