زموږ د کور په کتابتون کې د څو نسلونو په لاس راټولو شویو مطبوعاتو یوه برخه لا خوندي پاتې ده. د کمکي اختر په ورځو کې مې د سراج الاخبار افغانیه د دویم کال
ټولې ګڼې پیدا کړې چې د ۱۲۹۱ کال
د میزان له څلورمې د ۱۲۹۲ د سنبلې تر یولسمې پورې خپرې شوې دي. د اخبار د دویم کال د وروستۍ ګڼې سرمقاله د کمکي اختر په مناسبت وه.
سرمقاله لیکونکي لیکلي دي چې افغانستان له نعمتونو مالامال دی او تکړه خلک لري خو له دې سره سره ولې وروسته پاتې یو؟ د لیکوال په قول:« ایا ما چرا بی مال، بی ثروت، بی کمال ، بی صنعت مانده ایم؟» لیکوال پوښتنه کوي چې مونږ خو هم د نورو غوندې دوې سترګې او دوه لاسونه لرو « نو ولې له یو اینچي ستنې رانیولې تر زر کیلومتري بېسیم تلګراف پورې په هر څه کې پردو ته محتاج یو؟»
په دې سرمقاله کې چې د سپوږمۍ په حساب یوسلو څلور کاله پخواچاپ شوې ده، راغلي دي چې « مونږ هم تجارت کوو خو فایده یې څه چې د ګټې په ځای وطن ته تاوان رسوو. » او د کانونو په باره کې لولو چې افغانستان ښه معدنونه لري مګر نه یې پیژنو او لا بده دا چې:« اگر دست بزنیم مفقودش میگردانیم.»
عجبه دا ده چې زموږ تجارت اوس هم تر ډېره حده د افغانستان په تاوان روان دی او له خپلو کانونو یا خبر نه یو او که خبر یو نو لکه څنګه چې رپورټونه وایي، د قیمتي تیږو غرونه په باروتو ړنګوو او د یو څه شخصي ګټې په بدل کې ډېر کاڼي ټوک ټوک او ضایع کوو.
د سراج الاخبار افغانیه لیکوال د وطن او وطنوالو د بدې ورځې علتونه بیانوي او لیکي چې :« بدانید که این ها نیست مگر از بی علمی و بداخلاقی و بیخبری و کاهلی و غافلی ما.» د لیکوال په نظر:« نورو قامونو د علم په مټ مال او ثروت پیدا کړ ، ځکه دا علم دی چې بېوزلی شتمن کوي. نورو د علم په برکت هنر او صنعت زده کړ ، ځکه هیڅ هنر و صنعت بې له علمه نه تر لاسه کېږي. مونږ په لټو غویو یوې کوو خو علم د زراعت لپاره ماشینونه اختراع کړي دي چې سپاره یو ګز په ځمکه ننباسي او چې په څومره وخت کې مونږ یو جریب ځمکه کښت ته برابروو، علم یې لس چنده برابروي.» د سراج الاخبار افغانیه د سرمقالې لیکونکی وایي چې: « بدو اخلاقو له علم سره دښمنان کړي یو؛ لټي او غفلت له کار او زیاره راګرځولي یو. زموږ پاچا زموږ د اولاد د ښوونې او روزنې لپاره ښوونځي پرانیزي خو مونږ خپل اولاد په نه زړه ور استوو.»
مونږ نن سبا وایو چې د ناخبرۍ په وجه د علم او ښوونځي قدر نه کوو خو د سراج الاخبار سرمقاله لیکونکی د بداخلاقۍ عامل ته اشاره کوي. زه په دې نه پوهېږم چې یوسلو څو کاله پخوا به له علم سره په مخالفت کې د بداخلاقي برخه څه وه، مګر په اوسني وخت کې مې لیدلي دي چې یو چا په دې وجه له ښوونځي سره مخالفت کړی دی چې که د ده اولاد سبق نه وایي، د نورو دې یې هم نه وایي. دا بیا ناخبري نه بلکې بدنیتي او بداخلاقي ده. یوه دوست راته د شل ، دېرش کاله پخوا وخت کیسه کوله چې د کلي مشر د ښوونځي له پرانیستلو سره سخت مخالفت وکړ خو خپل زامن یې په پټه کابل ته واستول چې سبق ووایي. زه خپله په دې نظر یم چې بدنیتي او بداخلاقي تر ناخبري هم ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.
د سراج الاخبار افغانیه په سرمقاله کې لولو چې په ټولنه کې داسې ځوان پیدا نه شو چې د ښوونځي یا کتابتون په جوړولو یا د وطن څو بچو ته د یو کمال په ورزده کولو باندې د خپلې شتمنۍ یوه برخه ولګوي. دی ولس ته پیغور ورکوي چې :« ایا د وطن مینه او ملي غیرت همدا دی چې مونږ یې لرو؟ نه، نه. د وطن مینه دا ده چې مونږ خپل وطن له پردو غلیمانو چې راته په څو کې دي، وساتو او دا ساتنه هغه وخت ممکنه ده چې د دفاع وسایل ولرو، منظمه اردو ولرو، علم و هنر ته مخه کړو، شتمن شو، کانونه راوباسو، اورګاډي او الوتکې جوړ کړو. دا ډېره ګناه ده که ووایو چې خدای پاک دغه کمالونه یوازې پرنګیانو ته ورکړي دي، مسلمانان یې نه شي کولای، ولې یې نه شي کولای؟ مګر هغوی انسانان دي او مونږ حیوانان یو؟ که داسې وي نو ولې په اوله کې مسلمانان د فن، د هنر، د تمدن او د شتو خاوندان وو او پرنګیان نه وو؟ …»
له دې سرمقالې راوروسته یوسلو څو کمکي اخترونه تېر شوي دي، مګر مونږ ډېر فرق نه دی کړی او هغه شکایتونه او نصیحتونه اوس هم د تکرارولو دي. مونږ که د وړاندې تګ لپاره اراده لرو یا یې نه لرو خو زمانه مخ په وړاندې روانه ده او چې له نورې دنیا هر څومره په شا پاتېږو، هغومره مو ستونزې زیاتېږي. د سراج الاخبار افغانیه د اختریزې سرمقالې لیکوال دا شکایت نه لري چې په پکتیکا یا غور کې په روژه کې قتل عام وشو او په کندهار کې د اختر مبارکي مراسم د انتحار په مراسمو بدل شول. یوازې هغه اوبه نه خوسا کېږي چې مخ په وړاندې روانې وي.