تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به سبا (یکشنبه) کابل ته راشي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې موافقه احتمالاً د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې نهايي کړي.
دا خبره د هند آی این آی خبري اژانس نن د حکومتي سرچینو په قول وکړه.
راپور وايي، خلیلزاد پرون (جمعه) په واشنګټن کې د هند له سفیر هارش واردهن شیرینګلا سره په دې اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې فکر کوي هند به د افغانستان د سولې په پروسه کې یو مهم شریک واوسي.
ده په خپل وخت د افغانستان د سولې د موافقې احتمال ته خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل چې ځینې کارونه لا پاتې دي په تېره بیا په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې تړون.
سره له دې چې طالبانو منلې چې له امریکا سره یې د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی خو تراوسه پورې د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو ډډه کوي.