تاند- یوه جاپاني سټارټ اپ د مصنوعي ذهانت داسي سیستم جوړ کړی چې د امنیتي کمرو د تصویرونو د ارزولو له لارې په پلورنځیو کې هغه کسان پېژني چې د غلا نیت لري.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، فاک جاپاني ستارټ اپ دا نرمکالی یا سافټوېر جوړ کړی چې د خلکو حرکاتو ته په کتو اټکل کولی شي چې څوک ممکن غلا وکړي.

دا سیستم په امنیتي کمرو کې د خلکو مشکوک چلندونه لکه ناکراري، پریشاني او وارخطايي کشف کوي.

که څه هم دا سیستم د غلو د مخنیوي لپاره جوړ شوی خو تر هر څه مخکې یې د جوړېدو هدف دا دی چې د پلورنځي کارکوونکو ته خبر ورکړي چې څوک وڅاري.

د مصنوعي ذهانت دا سیستم په امنیتي کمرو کې د مشتریانو د مشکوک چلند په اړه د پلورنځي کارکوونکو ته د هغوی د موبایل ټېلفون د اپلیکېشن له لارې خبرداری ورکوي.

دا سیستم تېر کال د جاپان د یوکوهاما په یوه پلورنځي کې وازمویل شو او نتیجه یې ډېره بریالۍ وه.

په پلورنځیو کې غلاوې په دې ویدیو کې وګورئ:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *