د نارنج ګل مشاعره

سهار له کابله د جلال اباد په لور روان شوو، په لاره کې مهین باران ورېده، د پرېولو غرونو او ښکلو منظرو په لیدلو مو سترګې خوږې شوې. همدې ښکلاوو تر جلال اباده بدرګه کړو.

نارنج ګل مشاعره د ولایت په ودانۍ کې وه، چې څنګه ورسېدو، د تالار په لور روان شوو. تالار ته چې څنګه ننوتلو، ځای نه ؤ، یوه کونج ته ودریدو، د مشاعرې ویاند څو ځلې غږ وکړ، چې د کابل د مېلمنو لپاره ځای خوشې کړﺉ، خو هیڅوک هم له خپله ځایه پورته نه شول، ورپسې عابد صیب (بازمحمد عابد) او استاد داود وفا راغلل، په خواستونو یې موږ ته ځایونه پیدا کړل. زموږ له کېناستو سره خبرې ختمې او نارنج ګل ته ویل شوې د قمرګل سندره وغږول شوه، له دې سندرې وروسته مشاعره را پیل شوه.

د ستیج یوې خوا ته یوه ډله ویاندویان او بلې خوا ته یې د مشاعرې د جوړیدو کمیټې ډله ناست وه، د مشاعرې په لومړي سر کې د جوړونکې کمېټې غړو خپل شعرونه؟ را واورول. د کمېټې یوه غړي له خپل شعره مخکې وویل، چې په پیل کې د نارنج ګل کومه سندره وغږول شوه، دا زموږ په اجنډا کې شامله نه وه، ورپسې ویاند ورته وویل چې دا کار ما کړی او د ولایت له مرستیال سره مې په مشوره دا کار کړی، ورپسې یې د بدمعاشۍ په انداز کې دا ټپه هم ور غبرګه کړه، جانانه خپل کار دې کوه، خپل به کومه.

د کمېټې د غړو پسې څارنوالانو، ډګروالانو، جګړنانو، ‏څارندویانو، برقیانو او سرچه وانانو خپل شعرونه؟ را باندې ولورول. د شعرونو په نوم داسې څه باد شول، چې په عمر کې مې اوریدلي نه ؤ. یوه به ویل چې د ټولې نړۍ پادشاهي زموږ لاس ته راشي، بیا به پاکستان درسره ګورو، بل چې ډیرې ښځې هلته ناستې وې، د ګوتې په ښورولو سره سړي مخاطب کړل، چې د ښځو عادتونه مه کوﺉ او د ښځو جامې مه اغوندﺉ. بل چې برقي ؤ، په شعر کې یې ویل، ته که داسې خبره کوې، نو له برقه به دې منفک کړي.

له موږ سره له کابله یو هزاره ورور تللی ؤ، هغه چې کله خپل شعر وایه، نو همدا غږونه ور ته کېدل، بس کړه، بس کړه ….

جینۍ به چې شعر ویلو ته راغله، د شپیلاقونو اوازونه به اوچت شول او عجب شور به جوړ شو.

د مشاعرې په تالاره کې داسې شر او شور ؤ، چې له سینما سره یې بیخي توپیر نه کېده. موږ نور هیڅ هم کولی نه شو، بس له شرمه مو سرونه ښکته نیولي ؤ.

زموږ مخ ته څوکۍ کې ناست یو زلمی شاعر له روزګانه راغلی ؤ او یوه بل سپین ږیري هم له کابله دې مشاعرې ته ځان را رسولی ؤ، د مشاعرې په کمیټه کې یو ملګري ته مې ور غږ کړ، چې دا دوه در وغواړه، هغه هم را ته وویل چې مطمین اوسه، زه یې غواړم. زموږ سره نیږدې ناست یو بل ملګري څو وارې پرزې ور ولیږلې، چې دا روزګانی زلمی او سپین ږیری در وغواړه، خو تر اخره یې قران کړی ؤ، چې ستیج ته یې ونه غواړي. زموږ څنګ ته د ناست یوه سپین ږیري په قول سټیج ته غوښتل شوي خلک یا د ویاندانو او کمېټې والا خپلوان ؤ او یا هم یې شناخت ورسره درلود. چې راووتلو، نو روزګاني زلمي په خندا کې را ته ویل، زموږ خو یې ډېر قدر او عزت وکړ. هغه خپلې کنایې ویلې، چې د ډوډۍ ځای ته را ورسېدو، څنګه چې موږ ور ورسېدو، ویل ځای نشته. هغه بیا وخندل، ویل یې دا یې بل عزت. موږ هم راووتلو، د تالار مخ کې یو کوربه چې ښه مې پیژني، داسې راسره مخ شؤ، ته وا په ژوند یې نه یم لیدلی، ما ته یې ویل، ډوډۍ وخوره، بیا لاړه، ورته مې ویل، خیریوسې، ډیر عزت مو را کړ، نور غواړم، چې اضافه شي. بس همداسې له تالاره را ووتلو او د ولایت مخامخ یوه هوټل ته لاړو، ډوډۍ مو هلته وخوړه. څو شیبې هلته ؤ، چې زنګ راپسې راغی، ویل موټر تیار دی، بیرته کابل ته ځو. موږ هم د کابل په لور را روان شوو.

په مشاعره کې مې ډېرې نورې نادرې هم ولیدلې، خو د استاد الفت په قول، نه دي د ویلو، هغه څه چې ما لیدلي دي.

زه په لومړي ځل او په لویه تمه نارنج ګل ته ورغلی وم، خو یوه فیصده هم زما له تمې سره برابره نه وه. که داسې مشاعره په یوه لرې پراته ولایت کې یا داسې یوه ولایت کې جوړه شي، چې شاعران په کې کم وي، یوه لاره، خو په ننګرهار مې والله که داسې بې ذوقه، بې نزاکته او بې ادبه مشاعره پیرزو شي.

په نورو ولایتونو کې کلنۍ مشاعرې له نارنج ګل په الهام جوړې شوې دي، خو هغو مشاعرو ته چې زه تللی یم، تر نارنج ګل ډېرې ښې دي.

په ننګرهار کې ډېر فرهنګیان شته، چې یوازې دا مشاعره نه شي جوړولی، نو بیا خو د ډیرو غټو دعوو د کولو حق هم نه لري، دوی که دا مشاعره نه شي سمولی، نو له هغې به دا ښه وي، چې بیخي جوړه نه شي، ځکه دا مشاعره خلکو ته د بې ذوقۍ، بې نزاکتۍ او افراطیت له پیغامونو پرته نور هیڅ هم نه لري.

دا مشاعره که همداسې روانه وي، ننګرهار به د علم او هنر د کور پر ځای د جهالت او افراطیت پر کور بدل کړي او ما چې ولید، بدل شوی هم دی.

2 thoughts on “تر نارنج ګل مشاعرې/ هېواد”
  1. This is a disaster, but what you can do….
    This is funny why do you think that cinema should be a noisy place?
    به چې شعر ویلو ته راغله، د شپیلاقونو اوازونه به اوچت شول او عجب شور به جوړ شو.

    د مشاعرې په تالاره کې داسې شر او شور ؤ، چې له سینما سره یې بیخي توپیر نه کېده. موږ نور هیڅ هم کولی نه شو، بس له شرمه مو سرونه ښکته نیولي ؤ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *