تاند- د نارینه وو په نسبت د ښځو سیاسي مالومات کم دي. یوه تازه سروې وایي چې ښځې ان په هغو هېوادونو کې هم چې د ښځو او نارینه وو تر منځ د حقونو مساوات شته، د سیاسي مالوماتو له لرلو سره ډېره دلچسپي نه لري. مثلا ناروې یو هغه هېواد دی چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر پکې خورا ډېر کم دی او جنوبي کوریا یو داسې هېواد دی چې دغه توپیر پکې یو څه زیات دی، مګر د سروې په وخت معلومه شوه چې د ناروې د  مېرمنو سیاسي معلومات د جنوبي کوریا تر میرمنو هم کم وو.

 دې سروې وښودله چې په ډېرو پرمختللو صنعتي ټولنو لکه امریکا او انګلستان کې د نارینه وو په نسبت د ښځو د سیاسي معلوماتو اندازه لا زیاته کمه ده.

 د دې سروې تر سره کوونکو د نړۍ په لسو هیوادونو استرالیا، کاناډا، کولمبیا، یونان، ایټالیا، جاپان، کوریا ، ناروې ، انګلستان او امریکا کې د روانو چارو او داخلي او خارجي خبرونو په اړه د ښځو د معلوماتو د اندازې په باره کې تحقیق کړی دی.

 د سروې د ترسره کوونکو په نظر دوی ته څرګنده شوه چې له سیاسي خبرونو سره د ښځو د لېوالتیا د کموالی یو علت دا دی چې اکثره خبرونه له نارینه وو سره تعلق لري او د پېښو په باره کې هم اکثره وخت پوښتنه له نارینه وو کېږي. ښځې که څه هم په کلتوري مسایلو او داسې نورو موضوعاتو کې چې ډېر سیاسي اړخ نه لري ، نسبتا ډېرې پوښتل کېږي، مګر په سیاسي مسایلو کې اویا فیصده پوښتل شوي کسان  نارینه وي.

 د سروې د ترسره کوونکو په نظر له سیاسي خبرونو او مالوماتو سره د ښځو د دلچسپي د کموالي بل علت دا دی چې دوی په دودیز ډول په کور کې تر نارینه وو ډېرې بوختې وي او د کور تیت و پرک کار دا اجازه نه ورکوي چې خبرونو ته خاص وخت بېل کړي.

 د دې سروې په وخت دا هم معلومه شوه چې په پرمختللیو صنعتي هېوادونو کې بوډاګان تر ځوانانو زیات خبرونه اوري او له سیاسي حالاتو ځانونه  نسبتا زیات خبر ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *