تاند- د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو لوبډله نن /ينجشنبه/ په متحده عربي اماراتو کې د اسیايي جام د سیالیو په نیمه پایلوبه کې د پاکستان له لوبډلې سره مخامخ شوه.

پچه افغان ټیم وګټله او غوره یې وبلله چې په خپله بیټنګ وکړي.

افغان لوبغاړو په ۴۸ اور او څلورو توپونو ۱۹۶ منډې جوړې کړې او سیال ته یې ۱۹۷ منډې هدف وټاکه.

په پیل کې احسان الله او شاهد الله میدان ته راووتل او ښه ملګرتوب یې وکړ. خو له دوی وروسته یونس احمدزی او مسلم موسي ژر ژر وسوځېدل.

درېمه جوړه وحید الله شفق او حشمت الله شهیدي ډېر ښه ولوبېدل. شهیدي په ۹۱ توپونو یو پنځوس منډې جوړې کړې او شفق په ۶۸ توپونو ۴۸ منډې وکړې.

خو له دوی وروسته نور لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل.

د پاکستان لپاره په بالینګ کې کرامت علي ۵ افغان لوبغاړي وسوځول. سلمان سعید ۳ وسوځول او دوه نور د ظفر ګوهر له لوري وسوځول شول.

اوس پاکستان بیټنګ کوي، وبه ګورو چې پاکستان د افغانستان له لوري ټاکل شوی هدف (۱۹۷) پوره کولی شي او کنه.

د ټولو لوبغاړو د منډو شمېر په دې ډول دی:

شاهد الله ۲۷

احسان الله ۲۲

یونس احمدزي ۴

موسي مسلم ۷

وحید الله شفق ۴۸

حشمت الله شهیدي ۵۱

نصیر احمدزی ۶

محمد مجتبي ۱۰

سید شهزاد ۰

ضیا الرحمن ۱

شرف الدین اشرف (۸) ونه سوځېد

منډې کړي دي

———————-

ټولې منډې :۱۹۶

د پاکستان لوبه

پاکستان سره له دې چې لوبه سسته پیل کړه خو د لومړني لوبغاړي له سوځېدو وروسته سمیع اسلم له امام الحق سره کلک شو. دوی دواړو د پاکستان د ټیم بریالیتوب یقیني کړ. سمیع اسلم په ۸۰ توپونو ۷۵ منډې وکړې او امام الحق په ۷۱ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې.

د پاکستاني لوبغاړو منډې:

سمیع اسلم ۷۵

شیان جهانګیر ۰

امام الحق ۴۲

حسن رضا ۳۳

سعود شوکت ۲

حسن طلعت ۲۲

ظفر ګوهر ۵

کامران غلام ۰

سیف الله خان ۹

سلیم سید ۰

د پاکستان ۸ لوبغاړي وسوځول شول

One thought on “پاکستان د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشرو کرکټ لوبغاړو ته په ۲ ویکټونو ماتې ورکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *