اوس خو چې چېرې هم کېنې، نو هر پښتون به د پښتنو له لاسه زړه خوري، خاورې به پر سر بادوي، پرون زه له ملګرو سره يو ځاى کې ناست وم، يوه ملګري مې ويل زه خپل کلي او ولسوالۍ ته دا څو مياشتې کېږي چې نه يم تللى، که لاړ شم، خپل کليوال مې دي، پلار و نيکه مې ورته معلوم دي، بيا مې هم سر ته خطر دى، وژني مې، چې د دولت مامور يم، نو کلي ته نه شم تللى، وايي دا څه قيامت دى، هېڅ نه پوهېږم، خپله پښتو راپورته کېږي او بل پښتون حلالوي او وژني يې. هغه بل ويل ياره د پښتنو د ناپوهۍ به درته څه ووايم، تېره ورځ په خوږياڼو کې يو کس له يو دوکانداره چينايي موبايل سيټ اخيستى و، کور ته يې وړى و، کار يې نه کاوه، بېرته يې دوکاندار پسې راوړى و چې ماما دا خو کار نه کوي، دوکاندار ورته ويلي ول چې کار نه کوي، نو نه به يې کوي، خراب کړى به دې وي، ما خو نه دى جوړې کړى، سړي ورسره لانجه کړې، دوکاندار ورپسې تمانچه راويستې وه چې ځې که ودې ولم، خلک ترمنځ شوي ول او خبره نه وه اوږده شوې، دوکاندار هم تمانچه بېرته غلې کړې وه. موبايل والا چې کله بېرته کور ته ستون شوى نو سوچ يې کړى چې ياره دا خو يې په ما بده کانه وکړه، تمانچه يې راپسې راوويسته، له کوره يې تمانچه رااخيستې او په دوکاندار پسې راغلى دى، ورته يې ويلي دي چې پښتون چې په چا پسې تمانچه راوباسي، هغه بيا ولي هم، تا خو ونه ويشتم، خو ما درپسې راوړې ده او زه دې دا دى ولم، ډز ډز سړى يې ويشتى دى او مړ کړى يې دى. پوليس راغلي دي، ده تمانچه پوليس ته سپارلې او ورته يې ويلي دي چې اوس مې شل کاله بندي کړئ.
همدې خبرو کې و، د پښتنو په بې غيرته غيرت باندې مو خبرې کولې، زه فيسبوک کې انلاين شوم، له کابله مې يو ملګري سلام راوچوه، له جوړ تازه وروسته يې وويل چې والله پرون لغمان ته درغلى وم، خو مازيګر بېرته راغلم، ما ويل څنګه راغلې وې؟ خير خو به و کنه؟ ويل يې والله خير چېرته و، خو د ترور زامنو مې چا سره لانجه کړې وه، ډزې مزې هم په کې شوې وې، خو بس الله خير کړى و، څوک لګېدلي نه دي، د هغو لپاره تللى وم، ملګرى مې سخت په تشويش کې و، ويل يې خبره خرابه ده، الله دې خير کړي، نن يا سبا به په يو نه يو کې مړي کېږي. ما هم وويل چې الله دې خير کړي، خو زړه کې مې ويلې چې انسانان خپله خير نه يادوي، او انسانان خپله شر کوي، نو له الله نه د خير غوښتلو څه فايده، لږ له عقل نه هم کار اخيستل په کار دي.
که په دې کيسو پسې ګرځې نو بس په يوه اوونۍ کې به دې د سر ويښته سپين شي، مرګونه نن سبا دومره ډېر شوي دي چې سړى پر خپل ژوند هېڅ باور نه شي کولاى، تېره اوونۍ زموږ په کلي کې هم د دوو تره زامنو په کومه مسئله جنګ شوى و او خبره دې ته ورسېده چې يو يې په کې ډز ډز وويشت، نن سبا خلک له خدايه نه وېرېږي، ټولې لانجې او مسئلې په ډزو او يو د بل په ويشتلو فيصله کوي، حکومت، قضاء او محکمه خو هسې هم نه شته، اوس خو لا يوه بله خبره هم سخته ګرمه شوې ده او هغه دا چې هر سړى هڅه کوي چې د خپل ځاني امنيت په خاطر يوه تمانچه له ځانه سره وګرځوي، هغه بله ورځ د پوهنتون د استادانو په منځ کې ناست وم، يوه بل ته ويل چې يوه تمانچه راته پيدا کړه، يوه استاد ورته وويل چې تر پينځه لس زرو روپو پورې ښه اصلي دره واله تمانچه کېږي، دوه نورو استادانو هم فرمايش ورکړ او هغه يې د راغوښتلو ذمه واخيسته، زه وايم که په دې تمانچو غله او د خپل سر قاتلين ولي، نو بلا ورپسې، ښه خبره ده، هر سړى له ځانه د دفاع حق لري، خو کله چې يو چا سره تمانچه وي، نو هغه به بيا په خوار غريب دوکاندار پسې هم په نه خبره راباسي، په ډرېور پسې به يې هم راباسي او په کور کې به يې په ښځې پسې هم راباسي او پښتانه خو دا هم وايي چې وسله دې په چا پسې راوويسته نو بيا کار هم ترې واخله، کنه بېغيرته يې، بس بيا مجبور دي چې کار هم ترې واخلي، په دې سره به مرګونه او وژنې نورې هم ډېرې شي. نو تاسې خپله سوچ وکړئ، د پوهنتون استادان چې د وسلې ګرځولو ضرورت احساسوي، نو دا څه وطن دى او دا څه نظام دى؟؟ څوک چې ښار ته له ماښام وروسته وتلى نه شي، نو حکومت او نظام دې ته وايي؟؟
ما د پوهنتون له يو استاد نه پوښتنه وکړه چې استاده وسله چې اخلې، نو ګرځول يې هم يو غم دى، جواز به ورته اخلې که څنګه؟ ويل يې نه مړه، دلته د پوښتنې څوک دي؟ چې د پوښتنې کس موجود واى، چې نظام او پوليس موجود واى، ما وسله اخيسته؟ استاد رښتيا وايي، په ننګرهار کې شخصي وسله وال ورځ تر بلې زياتېږي، پخوا به ښه و، ولسوال، قومندان او بل کوم صيب به خپلو وسله والو ته نظامي دريشي ګانې اغوستې چې له ملکيانو سره يې فرق وشي، خو اوس يې پکول ورپه سر کړى، سپينې ښايسته جامې يې ورته په تن کړي، تور واسکټ يې پر غاړه دى او کلاشنيکوف يې په لاس کې ورکړى دى او په خپلې کونې پسې يې روان کړى دى، هېڅوک د پوښتنې نه شته چې ورته ووايي وه وروره ته دا وسله د چا په اجازه ګرځوې، که له ځينو سره اجازې هم شته، نو ممکن د يو کلاشنکوف او يو کس اجازه وي، نو د درې څلور موټرو وسلو او کسانو اجازه خو به نه وي ورسره، بس موږ ته دې الله خير پېښ کړي د وسلو د مېلونو لاندې ژوند دى کوو يې، چې کله به د چا د وسلې مېل زموږ ککرۍ ته رابرابرېږي؟؟؟
لوی افغانستان اونيزه
انسانان خپله شر کوي، نو له الله نه د خير غوښتلو څه فايده
وروه اختیار صاحب ددغه جملې په معنی ونه رسیدم ځکه کله چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي بیا انسان هم شر نشي کولای زما ایمل ادرس دی [email protected]مهرباني به مو وي چې په دغه اړه په ایمل کې معلومات را ولیږې وسلام