تر ټولو اوږده روژه په ایسلنډ کې هېواد کې وي چې ۲۲ ساعته به دوام کويږ په دغه هیواد کې د روژې شروع د سهار په ۱:۴۵ بجې وي او روژه ماتی یې۲۲ ساعته وروسته وي.

ښاغلی مبین
ښاغلی مبین

په دوهم نمبر کې اوږده روژه په سوېډن کې وي چې ۲۱ ساعته او ۵۸ دقيقې هلته خلک روژه وي.

۳: په درېم نمبر کې اوږده روژه به په ناروې هېواد کې وي چې ۲۰ ساعته او ۲۱ دقېقې به دوام کوي.

۴:نمبر کې ډنمارک هېواد د اوږدې روژې په نوملړ کې ځای لري چې ۲۰ ساعته او ۲۱ دقېقې روژه به په کې وي په همدې قسم سره به په هالنډ کې ۱۹ ساعته او ۸ دقېقې روژه وي.

اوس هغه هېوادونه درپېژنم چې ترټولو لنډه روژه به په کې وي.

ترټولو لنډه روژه به په امریکایي هېواد چلي کې وي چې ۱۱ ساعته او ۳۰ دقېقې به دوام کوي.

۲: په دوهمه درجه کې به په لنډه روژه کې جنوبي افریقا ځای ولري چې ۱۲ ساعته او ۶ دقېقې به هلته روژه وي.

۳: په درېم نمبر کې د پاپوانیوګیني هېواد ځای لري چې هلته به ۱۲ ساعته او ۱۰ دقېقې روژه وي

۴: په څلورمه درجه چې لنډه روژه به په کې وي د ارجنټاین هېواد ځای لري چې هلته به ۱۲ ساعته او ۲۱ دقېقې روژه وي.

په همدې قسم سره استرالیا ، هندوستان ، مراکش، عراق ، الجزایر، مکسيکو اردن او بیا لبنان د لنډې روژې په نوم لړ کې ځای لري.

باید په یاد ولرو چې په هغو هېوادونو کې چې اوږدې ورځې وي لکه په ناروې کې بیا هلته د ګاونډ یو هېوادونو په شان پشلمی او ماښامی کېږي.

ژباړن: محمد مبین هڅاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *