تاند- (شنبه، د سنبلې ۱۷) د امریکا د پوځ یو جګپوړی قوماندان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د حملو تشدید په دې هیواد کې په ځانګړي ډول سولې ته د مرستې پر ځای سخت تاوان پېښوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینت مکینزي، چې له امریکا دباندې د امریکايي پوځیانو مشري په غاړه لري، د شنبې په ورځ (سپټمبر ۷) پاکستان ته لاړ چې د طالبانو مشران پکې دېره دي.
ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرواترو په اړه څه ونه ویل خو نهايي پړاو ته د دغو خبرو له رسېدو وروسته یې په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو د حملو شدت ته په اشارې وویل چې دا ډول بریدونه د دې پر ځای چې له سولې سره مرسته وکړي، سوله نوره هم شاته غورځوي.
ده وویل چې دې حملو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه تر اغېز لاندې راوستې وه.
ده هغو خبریالانو ته چې د پاکستان د سفر په لړ کې ورسره ملګري دي، وویل«دا په ځانګړي ډول د افغانستان د تاریخ په دې مرحله کې د طالبانو لپاره ګټوره نه ده.»
وروسته له دې چې طالبان په قطر کې له امریکایانو سره د سولې په خبرو کې نهايي موافقې ته نژدې شول، پر کندوز ښار، پلخمري او د فراه پر مرکز فراه ښار یې خونړۍ حملې وکړې او د دې ترڅنګ یې په پلازمېنه کابل کې موټربمي بریدونه وکړل چې په لسګونه ملکیان پکې ووژل شول.
طالبانو دا ناکامې حملې له دې سره سره وکړې چې پخوا یې هم څو ځلې پر یادو ښارونو حملې کړې وې او بې له دې چې خلک وځورېږي، د سر و مال تاوانونه ورواوړي او عامه تاسیسات ویجاړ شي، بله نتیجه یې نه وه ترلاسه کړې.
د طالبانو له خونړیو حملو وروسته ګڼو امریکايي چارواکو د زلمي خلیلزاد د سولې پروسه له پوښتنو او انتقادونو سره مخ کړه.
جنرال مکینزي وویل، د سولې په پروسه کې باید ټولې خواوې، چې د سیاسي جوړجاړي ژمنه کوي، تشدد کم کړي.
«که موږ د تاوتریخوالي د کمولو مخه نه شو نیولی، بیا ګرانه ده چې د موافقې شرطونه عملي کړو.»
د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي او په بدل کې یې طالبان تضمین ورکوي چې د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو پر ضد د تروریستي حملو لپاره نه کارول کېږي.
خو د افغانستان د مسلې د حل او نړیوالې ټولنې ته د دې ډاډ لپاره چې افغانستان به د تروریزم د ځالې په توګه نه کارول کېږي، بین الافغاني خبرې او د هغو په پایله کې یوې موافقې ته رسېدا ضروري ګڼل کېږي.