محمداکبرحقمل معینزی
ژباړه محمداکبر حقمل معینزی
تر ټولو بد کسان هغه دي، چې نور وکړي د وېرې له امله هغو ته احترام کوي. «حضرت محمد(ص)» له وېرې څخه د خلاصون لار دا ده، چې له وېرې سره ځان مخ کړئ او وېروونکي څیزونه وازمویئ. «رودتر فورد» څوک، چې هره ورځ په یوه وېره باندې لاس بریی نشي، نو هغې کس د ژوند درس نه دی زده کړی. «رالف والدو امرسون» وېره د مینې ضد ده، اما هغه څه، چې په ټولو څیزونو باندې په بشپړه توګه را چاپېر دي، د هغې پر وړاندې کوم ضد څه شتون نشي درلودلای. «ماریان ویلیامسون» وېره پرېښودل او مینه غوره کول یوه ستره معجزه ده. «ساموئل اسمالیز» رښتینې میړانه هغه څوک لري، چې وېره وپېژني او پرې لاس بری شي. «ساموئل اسمالیز» که پام او احتیاط ونلرئ، نو د وېرې یا ډار ښکار به شئ. «اما حسن(ع)» وېره د کرکې بنسټ دی. «تامس هایز» له خپلو مخالفانو څخه مه وېرېږئ بلکې له هغه چا ووېرېږئ، چې له تاسو سره موافق دي اما د کم جرئتۍ له امله خپل ناموافقت نشي څرګندولای. «ناپلئون بناپارت» د ستونزې پر وړاندې له مقابلې کولو څخه که ووېرېدئ، نو پوه شئ، چې نیمایي پیاوړتیا مو له لاسه ورکړې ده. «مارک تواین» وېره مو پر ځان مه لاس برې کوئ، که چېرې مو له عقل او پوهې څخه ګټه واخیسته نو بریالي به شئ. «آندره مورا» که چېرې مو وېرې لرې کړئ، نو وبه کولای شئ، چې خپل سرنوشت او تقدیر مو په خپل زړه کړئ. «دیوژن» زما تر ټولو لویه وېره یوازې له ښځې څخه ده. «آبراهام لینکلن» هر وخت، چې د مینې پر ځای وېره وټاکو، نو موږ په خپله خپل ځان د جنت له تجربه کولو څخه محروموو. «ماریان ویلیامسون» له الله(ج) څخه وېره کول د هر حکمت پیلامه ده. «حضرت محمد(ص)» له هغه چا ووېرېږئ، چې له چا څخه نه وېرېږي او د نورو د کړنو پوښتنې کوي. «خواجه عبدالله انصاري» ډارن کس ته اجازه مه ورکوئ ترڅو د یو څه په اړه در سره خبرې وکړي، ځکه هم خپله وېرېږي او هم هڅه کوي، چې ستاسو پلانونه او هوډونه شنډ او له خاورو سره خاورې کړي. «امام علی (ع) خپلې راتلونکې ته مو د وېرې او ډار له کړګۍ مه ورګورئ. «هاریمن» هغه څوک، چې له الله(ج) څخه ووېرېږي، نو له خلکو یې وېره کمېږي. «امام علي (ع)» محمداکبر حقمل معینزی M Akbar Haqmal mueenzai

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *