تاند، پنجشنبه، د دلوې ۲۴مه: لویې څارنوالۍ د پولیسو درې لوړ پوړي چارواکي چې د مخدره توکو د قاچاق او پېرو پلور په تور نیول شوي وو، له یو کال څخه تر ۱۷ کاله زندان تېرولو باندې محکومت کړل.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي تاند ته وايي، کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د کابل امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیر میان احمد لاس په لاس نیولی و چې اوس محکمې په ۱۷ کاله او ۳ میاشتې زندان محکوم کړی دی.
نوموړی وايي، د میان احمد درې نور ملګري د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د کشف امر لمر په ۷ نیم کاله او دوه افسران نور الدین او محمد عیسی په یو نیم یو نیم کابل بندیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کابل امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیر چې پخپله یې ټول ښار ته مخدره توکي رسول او اوس په لویه مافیا بدل شوی و، له خپلو دریو نورو ملګرو سره نیول شوی دی.
د دغو چارواکو تر نیول کېدو وروسته د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیالې پر افغان حکومت غږ وکړ چې له چارواکو سره د فساد پر ضد مبارزه کې جدي اقدامات پورته کړي.
دا جزا ډير لږه ده
سلام ! دوی که نران وی دمخدره توکو دوزارت پخوانی معین بازمحمد احمدی چې دمخدره توکو دمافیا ستر قومندان دی ودې نیسی هغه چې دریشخورو داوومې فرقې قومندان وو دباغ شاه محمود خان ټولې ځمکې او دفرقې شاوخوا ډیری مځکې یې غصب اووپلورلې چې اوس شهرکونه پرې جوړ دی