حکمت الله هلال

اکثره وخت چې له دفتر نه رخصت شم بیا مې لاره په پل سوخته وي. په نوره لاره له خپلو فکرونو سره قدمونه اخلم؛ خو کله چې دې پله ته نېږدې کېږم، بیا مې  پام روږدو کسانو ته شي. 

ذهن ته مې ګڼې پوښتنې راځي مثلا:

دوی ولې دومره بد مرغه دي؟ 

دوی داسې حالت ته رسېدلي خو اوس هم ژوند کوي؟ او په دې حالت کې هم ژوندي پاتې دي؟ 

 ځينې په خپله ځواب کړم او ځينې نورې بې ځوابه سر وخوري. دا چې دوی ولې داسې شوي، له دې به تېر شو په دې به خبرې وکړو چې کوم لاملونه دي، چې موږ روږدي کوي؟

موږ ځکه روږدي یا معتاد کېږو چې: بې کاري ده، کورنی تاوتریخوالی هم زموږ په ټولنه کې کم نه دی، فقر، له ناوړه پایلو یې بې خبري او تر ټولو ستر هغه یې نشه یي موادو ته اسانه لاس رسی دي. 

زموږ په ټولنه کې نصوار، سګریت او آن چرس بېخي عام شوی، که دفتر یا کارځای ته ځې، په هر ځای کې به داسې کسان چې له بده مرغه ډېری یې ځوانان دي، ووینئ، چې سګریټ به ډک‌وي یا به یې ډک کړی وي، په عامه لاره کې به یې له خولې لوګي پورته کېږي؛ پرته له دې چې د شرم احساس وکړي یو ډول غرور کوي، خبر نه دي چې خپل ځان په خپله وژني.

ځوانان په هر برخه کې احساساتي چلند کوي، پرته له دې چې پایلو ته یې پام وکړي. په دې برخه کې هم زیات د خپلو احساساتو قرباني شوي دي. بد ملګري هغه څوک دي چې موږ په نشو روږدي کوي نو که تاسو هم داسې انډيوالان لری، لرې نه ده چې تاسو هم له ځان سره په  پره کې راولي.

ډېر مخکې مې له یوې رسنۍ نه په شمال کې د روږدو ښځو د ډېرېدو په اړه ریپوټ اورېدو، دا چې په شمال کې ډېری ښځې د قالینو اوبدولو کار کوي، په ریپوټ کې له یوې ښځې سره خبرې شوې؛ دې ویل زه ځکه په نشه روږدې شوم، چې د ډېر کار په خاطر به مې ، لږ لږ تریاک خوړل، یو وخت پوه شوم چې روږدې شوې یم.  مطلب بې احتیاطي او بې خبري د دې لامل کېږي چې موږ روږدي شو. 

بله دا چې موږ په دې نه پوهېږو، چې که زه له نشه یي موادو استفاده وکړم، پایله به یې څه وي، ځکه موږ ته په ماشومتوب کې د دې موادو په زیانونو خبرې نه دي شوې.

بل او تر ټولو ستر لامل یې نشه یي موداو ته اسانه لاس رسی دی. د کابل ښار په هر ځای کې چې وغواړې هلته پیدا کېږي. یوه ورځ یو چا کیسه راته کوله چې موږ کله د نشه یي موادو پلورونکی وویني، هغه خپله هر څه راته اماده کوي؛ هیڅ حاجت دې ته نشته چې موږ ورته ووایو. ما فکر وکړ چې زه خو که  قلم هم اخلم، ولاکه یې دومره په قدر راکوي لکه دوی ته چې هغه پلورونکی نشه یي مواد ورکوي! 

په دې برخه کې باید ډېره ګیله له دولت څخه وشي. دا چې ما غوندې عادي وګړی هم په دې پوهېږي چې نشه یي مودا چېرته پلورل کېږي، دوی (پولیس) ولې نه پوهېږي؟ که پوهېږي؛ ولې یې مخنیوی نه کوي؟ 

نو له دولت مو هیله دا ده چې د نشه یي توکو د پلور مخه ونیسي، تر څو له دې بدې بلا څخه خوندي شو! 

One thought on “تر څو له دې بدې بلا خوندي شو!| حکمت الله هلال”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *