ډاکټر اسحاق صافی –

 له حزب اسلامي سره د سولې تړون او بيا له هغه وروسته د حکمتيار راتګ د افغان ولس هيلې يو ځل بيا را ژوندۍ کړې او له اوږدې تورې شپې وروسته د يو نېکمرغه سهار هيله ورسره پيدا شوه. خو په دې تړاو د طالبانو د نه نرمښت له امله دغه سهار يو ځل بيا په تروږميو کې پټ شو.

طالبانو په دې تړاو حتی يوه اعلاميه هم خپره نه کړه، که دوی دا کار مثبت ګڼلای نو بايد يو داسې اعلان خو يې کړی وای چې موږ هم سولې ته تيار يو، د سولې هرکلی کوو او دغه مو شرائط دي، که نن هم ومنل شي؛ موږ ټوپک ږدو او خپل اهداف په سوله یيزه توګه تعقيبوو.

خو متأسفانه داسې هم ونه شول، بلکې ځانونه يې داسې ګوښي او بې پروا وښودل چې د سولې نوم يې هم په خوله وانخيست. طالبانو قسم کړی چې تر څو هېواد کې يو بهرنی هم موجود وي، موږ به خپل ټوپک په ځمکه نږدو او د بهرنيانو تر شتونه دلته سوله هيڅ امکان نه لري. دا خبره که څه هم تر دې ځايه سمه ده چې بهرنيان زموږ هېواد کې امن نه غواړي، تر څو چې دوی وي همدا وينې به تويږي او موږ هم بايد د يرغلګرو پر خلاف خپل جهاد ته دوام ورکړو. خو بهرنيان هم وايي چې تر څو يو مخالف وسلوال وي، د دوی جګړه او بمبارۍ به روانې وي.

دلته يو څه وضاحت ته اړتيا شته. هغه دا چې موږ وايو؛ تر څو چې دلته بهرنيان موجود وي دغه ناخوالې به روانې وي. نو حتمي ده چې موږ بايد د بهرنيانو شړلو لپاره يوه عملي او معقوله تګلاره هم ولرو. که موږ ووايو چې زموږ تګلاره دا ده چې د وروستي بهرني تر شتونه به خپلې نظامي مبارزې ته دوام ورکوو، نو بايد په دې اړه هم لږ سوچ وکړو چې زموږ دغه ډول مبارزه به په څومره وخت کې وکولای شي بهرنيان اېستلو ته اړ کاندي؟ ايا زموږ همدغه جګړه چې په سلو قربانيانو کې يې يو هم بهرنی نه وي ، امريکا ته به ډېره زيامنه وي که موږ ته؟ او ايا امريکايان به د کابل ادارې پر دې مأمورينو، عسکرو او نورو ټيټ رتبه کار کوونکو په وژلو خپه کيږي او څه غم به يې ورسره وي که نه؟ بايد د دې ټولو پوښتنو پام کې نيولو سره خپله مبارزه وارزوو، تاوان او ګټه يې پرتله کړو او له دې وروسته بيا دغې تګلارې ته د دوام ورکولو يا پر ځای يې د کومې بلې لارې چارې لټولو فيصله وکړو.

که دا هر څه پام کې ونيسو او په معقوله توګه د دې ټولو پوښتنو پر ځواب فکر وکړو؛ نو دا نتيجه به په لاس راشي چې: موږ نېغ په نېغه بهرنيانو ته لاس رسی نه لرو، هغوی سره نه شو جنګېدلای، هغوی ته له رسېدلو مخکې اول زموږ خپل افغانان موږ ايساروي. نو که موږ بهرنيانو ته د رسېدو لپاره پر هغو افغان عسکرو هم بريد وکړو چې زموږ مخه نيسي، بيا هم خپل هدف ته ځکه نه شو رسېدلای چې دغه عسکر څو شمېرلي کسان نه دي چې ويې وژنو، بلکې افغانستان يو داسې هېواد دی چې د بې روزګارۍ کچه يې د يوې تازه سروې له مخې نهه ديرس سلنه اعلان شوې. نو ايا دغه عسکر به په وژلو ختم شي؛ حال دا چې هره ورځ د وژل شويو عسکرو دوه چنده نور د بې روزګارۍ له امله دغو ليکو کې ځای پر ځای کيږي. معلومه شوه چې بهرنيانو ته نور زموږ لاس رسی ناممکن دی. اوس بايد په دې سوچ وکړو چې د افغان عسکرو او نورو مأمورينو پر وژلو به امريکا څومره زيانمنه يا خفه شي؟! نو بايد پرته له ځنډه ووايو چې امريکا ته طالب او عسکر بالکل يو شان دي، څومره چې ډېر وژل کيږي دوی هغومره پرې خوشاليږي. ځکه هماغه عسکر چې دريشي، ټوپک، خولۍ، بوټان او مياشتنی معاش يې ټول امريکا ورکوي، بيا هم نه له هغوی سره څه خواخوږي لري او نه د هغوی د ګټې لپاره کار کوي، بلکې ټول د يوې مړۍ روزي لپاره ورسره لګيا دي.

ډېر ځله همدغو عسکرو پر بهرنيانو خپلې نښې ور سمې کړې دي او خپله بېزاري يې څرګنده کړې. موږ دا نه وايو چې دغه پيسې دوی ته بالکل حلالې او دوی پر حقه دي، ځکه د څو روپيو په بدل کې د خپل مسلمان ورو پر خلاف ټوپک راپورته کول هيڅکله نه دي جائز. خو په دې اړه بايد سوچ وکړو چې د دغو ټولو عسکرو وژل او ختمول به ژر اشغال پای ته ورسوي او که پر ځای يې د سولې له لارې په هېواد کې ښکاره فعاليت کول، ولس راپاڅول او د يووالي په زور د دښمن شړل؟ څرنګه چې د طالبانو يوازنی هدف د اسلامي نظام قائمول او د اشغال ختمول دي نو دغه هدف له دې وروسته د نظامي مبارزې پر ځای له سوله ايزې لارې ښه تر لاسه کېدای شي. خو که چېرې طالبان له حکومته داسې غوښتنې وکړي چې هغه د دوی په وس پوره نه وي، په دې صورت کې خو سوله هيڅ امکان نه لري. دا خو معلومه ده چې حکومت د امريکې په پيسو چليږي او حتماً به د هغوی په خوښه کار کوي. نو بايد طالبان سوله په بين الافغاني بڼه پيل کړي او له حکومته داسې غوښتنې وکړي چې د هغوی په وس پوره وي، لکه ورته ودې وايي چې بنديان مو ازاد کړئ، د سياسي مبارزې پوره اجازه راکړئ او بې ځايه نيولو او ازارولو څخه لاس واخلئ. که طالبان دغه ډول شرائط وړاندې کړي سوله بالکل شونې ده، ولس کې لا تر اوسه دومره زور شته چې حکومت د دغو شرائطو منلو ته اړ کاندي. که داسې وشي، يعنې طالبان سوله وکړي او حزب خو لا وار د مخه سوله وکړه نو د امريکا الوتکې به په چا بم غورځوي او په کومه پلمه؟ بل دا چې طالبان کولای شي د سوله ايزو هلو ځلو له لارې ټول ولس د ځان ملګری کړي او بلآخره د ټاکنو له لارې ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي. دا کار بالکل شونی دی. اوس چې زموږ وار بهرنيانو ته نه رسيږي تر دې پرته بله ښه لار نشته. لکه چې همدا نن ملا عبدالسلام ضعيف له سلو جنګياليو طالبانو امريکا ته ډېر زيانمن دی.

One thought on “تر څو چې طالبان له خپل قسمه تېر نه شي؛ سوله نه سي راتلای”
  1. ماشاءالله ډېره په زړه پورې او پر واقعیتونو او دلایلو ولاړه لیکنه ده، باید نورو ویب سایټونو کې هم خپره شی ما خو درنه کاپی کړه ګرانه فیسبوک لپاره.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *