تاند- په امریکا کې د سفر کولو یوه نوې لار ازمویل کېږي. که بریالۍ شوه نو په ترانسپورت کې به لوی انقلاب راولي.

دې شیوې ته، چې له ډېرو وختونو څخه یې مفکوره مطرح وه او اوس د عمل جامه اغوندي، هایپرلوپ یا ټیوب لار وايي. ترین یا اورګاډی د پټلۍ پر ځای په یوه ټیوب یا نل کې حرکت کوي.

د هایپرلوپ په ټکنالوژۍ د دې چلېدونکي ترین سرعت به د ږغ تر سرعت زیات وي یعني په هر ساعت کې به ۱۲۰۰ کیلومتره لار کچ کوي.

هایپرلوپ ته د ازموینې لپاره اجازه ورکړای شوې چې ۸ کیلومتره ټیوب لاره د کلیفورنیا په مرکزي برخه کې جوړه کړي.

دا به لومړی ځل وي چې د هایپرلوپ یا نل له لارې ترین حرکت کوي.

https://www.facebook.com/cnbc/videos/vb.97212224368/10153484349174369/?type=2&theater

په دې به سل ملیون ډالره لګښت راشي. دا پیسې یوازې په یوې تجربې لګېږي او د بریالیتوب په صورت کې به د سانفرانسیسکو او لاس انجلس ترمنځ په دا ډول ټیوب لارې ۸ ملیارد ډالره ولګېږي.

که دا ټیوب لاره جوړه شوه د لاس انجلس او سانفرانسیسکو ترمنځ سفر به ۳۰ دقیقو ته رالنډ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *