د افغانستان په پنځه زره کلن تاریخ کې د ناخوالو، وژلو، ټپی کولو او مهاجرتونو بغیر کوم څه نه لیدل کېږي . کله هم چې د تاریخ کتاب راخلاص کړم د دې پرځای چې د پرمختګ ټکی پکې ووایم وژل مخي ته راشي. د قدرت پر ګدی ورور له ورور نه سترګی وباسلی شاید د نړی په تاریخ کې د هیڅ دولت په تاریخ کې دومره ناخوالی نه وی لیکل شوی. نور هیوادونو تر جګړی وروسته ښیرازی ته لاره ومونده موږ لا بد مرغیو له سفره خلاص نه شو.
تل پدی باور لرو چې افغانستان د امپراطورانو ګورستان دی. خو د افغانستان په کومه سیمه کې د هیڅ امپراطور قبر نه لیدل کېږي. دلته د کوم عادی بهرنی سرتیری د مړی د قبر څرک هم نشته، خو که چېری تاریخ ته مخ ورواړوو تل مو یو او بل د زړه له تله وژلي. افغانستان یوازی او یوازی د افغانانو ګورستان دی بلکه د بهرنیانو نه. هغوی که جنګ هم کړی وی د جنګ په معلوم پیل او پای کې یی ټاکلی هدف تر لاسه کړی. بیا یې هماغه هدف ته د بری ورکولو لپاره تل خپلې هڅې روانې ساتلي.
د دې نړۍ ډير کم داسی هیوادونه شته چې هغوی د مستعمرې تر سیوري لاندی ژوند نه وي کړی. هغوی د استعمار ګر هیواد له شته امکاناتو ښه ګټه پورته کړې او له دغو ګټو یې بریا او د خپلواکی د ترلاسه کولو ترڅنګ خپل هیواد د نړیوالو اړیکو د مدار ستوری ګرځولی. دلته چې کوم قدرت راغلی، نه یوازی دا چې موږ د هغوی له امکاناتو استفاده کړی، بلکه د هغوی ترماتولو وروسته مو په هماغه غنیمت شوی وسله، یو او بل سره وژلی. د هغوی له وتلو سره هغه تاسیسات او رغونه چې هغوی کړی وه، هغه مو هم له منځه وړی لکه څرنګه چې د شوروی تر سقوط وروسته یوه ویلی وو چې د کابل ځمکه باید یو متر ژوره شی، ځکه چې دلته د شورویانو او د هغوی د ملګرو نښی نښانی له منځه ولاړی شي. هند د نړی هغه هیواد وو چې د استعارګر انګلیس تر ولکې لاندی ډیری کلونه مستعمره وو. هندوانو دا چې څه نلرل انګلیسانو ته اجازه ورکړه ترڅو د هند په سرشاره طبیعت کې پانګه اچونه وکړی. دی کار هم د هندوانو ګټی تامین کړی او هم انګلیسانو خپل ټاکلی هدف ته ځان رسیدونکی باله. چې په ورو ورو د هند هیواد د پرمختګ مدار ته لاره ورلنډوله د خلکو سیاسی شعور لا ځواکمن شو. ګاندی د هند په غیږه کې راڅرګند شو. مسلمان او هندو یی سره یو کړل لکه څرنګه چې خوږ پیغمبر ص د مدینی د خاوری څخه د دفاع لپاره مسلمانان او غیر مسلمانان سره یو موټی کړل. د هند انقلاب یی بی له دی چې وینه پکې تویه شی د بریا تر څوکو ورساوو. خو د افغانستان په تاریخ کې داسی انقلاب شتون نه لری چې هم دی بریالی شوی وی او هم دی وینه پکې تویی شوی نه وي.
د دی خاوری هربچی پدی هیله پدی خاوره کې خاپوړی کوی. چې د یو ودان افغانستان په غیږه کې هوسا ژوند ولری. خو همدغه بچی فکری تکامل ته لا نه وی رسیدلی چې د ژوند پسرلی یی د خزان په سوړ باد له منځه ولاړ شي. هر پلار په دی هیله ژوند ته ادامه ورکوی چې خیر که زموږ ژوند په جنګ او ناخوالو کې تیر شو راځه هغه بچی ته خو کار وکړه، کوم چې سبا د دی وطن معمار کېدلی شي.شاید تر هغی امن راغلی وي خو خبر نه وي چې یوه ورځ تر بل بدتره وي او همدغه هیله همدغه بچی یی د نوموړو ناخوالو ښکار شي.
د افغانستان اکثریت نسل تقریبا ځوانان جوړوي خو همدغه ځوانان تر دومره فشار لاندی دی چې آن بعضی یی د تروریستانو د فریبونو، بهر ته د تګ او نشه ایی توکو ښکار شی. دوی ملامت نه دی ځکه د هغی جغرافیاوی کښتی رهبرانو همدغه کښتی باید په دومره مهارت بیولی وای چې د سمندر په نیمایی کې غرقه شوی نه وای.
موږ افغانانو ته تل حکومتونه جوړ شوي بلکه موږ افغانانو په خپله نه دی جوړ کړي. د ملت او دولت ترمنځ تل د همدی خبری پر سر شخړه وه . هغوی له بهره مشروعیت درلود خو د هیواد په داخل کې هغوی چا پیژندل هم نه. اوس هم د افغانستان د بعضو لرو پرتو سیمو خلک پدی باوری دی چې لا اوس هم مړ ظاهر شا د دربار پادشاه دی.
تر کومه به زموږ د میندو له سترګو اوښکې روانی وي. د دوی د اوښکو تویدل کاش د یو څه وخت لپاره وای. موږ تل د خوشحالیو د لمانځلو پر ځای د جنازی لمونځونه کوو.