تاند- د پاکستان د ملي احصایې اداره وايي، تر ۱۰ زره ډېر پاکستانیان یې پېژندلي چې د ملګروملتو د مرستې د ترلاسه کولو لپاره یې ځانونه افغان کډوال ښودلي وو.
د پاکستان د ملي ډاتابېس او راجسترېشن (نادرا) په وینا دغو کسانو د دې لپاره چې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ هر بېرته ستنېدونکي افغان کډوال ته ۴۰۰ امریکايي ډالر ورکول، د افغان کډوالو اسناد اخیستي وو.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا خبره د نادرا ريیس عثمان یوسف مبین د پاکستان مشرانو جرګې د کورنیو چارو کمېټې ته د بلاک شویو الیکترونیکي کارتونو (برقي تذکرو) په اړه د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې وکړه.
ښاغلي مُبین همداراز وویل، د پاکستانیانو له لوري د افغان کډوالو جعلي اسناد د دوی د ادارې د سیستم له خوا هغه وخت وپېژندل شول چې دا کسان د خپلو پاکستاني الیکترونکي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره د دوی څانګو ته ورغلل.
مبین وايي چې د دغو کسانو الیکترونیکي کارتونه بلاک شوي وو.
ده د پاکستان د مشرانو جرګې د کورنیو چارو کمېټې ته دا هم وویل چې د خپلې خوښې ستنېدا د پروګرام پر اساس شاوخوا یو ملیون افغان کډوال بېرته افغانستان ته تللي دي.