تاند- د ساینسپوهانو څېړنې ښيي چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به په بریتانیا کې د لنډ مهال لپاره د کنګل عصر رامنځته شي.
د کنګل عصر هغې زمانې ته وايي چې هوا ډېره سړه وه او جهیلونه یخ وهلي ول.
د سکای نیوز د راپور له مخې، د بریتانیا او روسیې د پوهنتونونو څېړونې ښيي چې تر دوو لسیزو په لږه موده کې به د بریتانیا سیندونه کنګل شي.
د لمر د مقناطیسي فعالیتونو د ریاضۍ یو ماډل ښيي چې له ۲۰۲۱ م کال وروسته د هوا د تودوښې درجه په تدریح کمېږي او ښايي د ۲۰۳۰ په ژمي کې د تیمز سین اوبه داسې کنګل شي چې ښاریان به پرې سکېټ کوي.
څېړونکي وايي چې د لمر له لوري د دوو مقناطیسي څپو حرګت اټکلوي.
دوی دغه راز اټکل کوي چې د مقناطیسي څپو ډېره کمېدا به سبب شي چې له ۲۰۲۱ څخه دا کنګل حالت تر ۳۳ کلونو پورې دوام وکړي.
تر دې پخوا هم داسې حالت لیدل شوی دی.