تاند- د روغتیا نړیواله اداره وايي، تر دوه ملیونه زیات خلک په ذهني او رواني تکلیفونو اخته دي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، په افغانستان کې تر یو ملیون زیات خلک په ذهني پریشانۍ اخته دي او تر یو ملیون او دوه لکه ډېر نور عصبي او رواني ستونزه لري.

د روغتیا نړیوالې ادارې پرون /یکشنبه/ په کابل کې د روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې په افغانستان کې د ذهني پریشاني او رواني ناروغیو پر ډېروالي اندېښنه وښوده.

د دې ادارې د مسوولانو په وینا د ذهني پریشانۍ او د غیرساري ناروغیو ترمنځ نژدې ارتباط شته.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوالې ادارې استازي ډاکتر ریچارد پیپر وویل چې د افغانانو د دې جدي ستونزې لپاره زیاتې پانګونې ته اړتیا ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د رواني او ذهني ناروغیو لپاره یې تر ۷۰۰ زیات مشاوران او ۱۰۱ ډاکتران او متخصصان روزلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *