ندیمه سحر

تاند- د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې مشره وايي چې په هیواد کې ۳۰۰ تخنیکي او مسلکي ښوونځي او انستیتیوتونه جوړ شوي دي.

د دې ادارې مشرې ندیمې سحر، نن /سې شنبه/ ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، د دولت د تخنیکي – مسلکي ښوونځیو شمېر له ۴۲ څخه ۳۰۱ ته زیات شوی، د زده کوونکو شمېر یې له ۱۵ زره څخه څه باندې ۶۴ زرو ته لوړ شوی او د ښوونکو شمېر یې، چې پخوا ۲۶۰۰ وو، اوس ۴ زره تنو ته رسېږي.

دې همداراز وویل چې په دغو ښوونځیو کې د ټول تدریس کېدونکو مضمونونو لپاره درسي کتابونه او مواد چمتو شوي دي.

اغلې سحر همداراز وویل چې د ۳۳ ولایتونو په مرکزونو کې ۱۲۹ مسلکي – تخنیکي ښوونځي او انستیتیوتونه او په ۱۵۶ ولسوالیو کې ۱۷۲ ښوونځي او انستیتیوتونه جوړ شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې مشرې یادونه وکړه چې د ماشومانو لپاره ۱۰ ځانګړي ښوونځي جوړ شوي چې نابینا او په غوږ درانه زده کوونکي پکې له لومړي تر دوولسم ټولګي زده کړې کوي.

دې په روان کال کې د خپلې ادارې پلان ته په اشارې وویل، سږ کال (۱۳۹۸) به د لسو مضمونونو پر نصاب بیا کتنه وشي، ۱۵۶ درسي کتابونه به تالیف او ۶۹ ټوکه کتابونه به ډیزاین او چمتو شي.

ځواب دلته پرېږدئ