تاند- افغان چارواکي وايي چې په پکتیا کې د امریکا د هوايي ځواک په بریدونو کې لږترلږه ۵۰ تنه وسله وال طالبان یا وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو سرچینې وايي، دا عملیات د پکتیا ولایت د سیداباد په زرګل سیمه کې وشول.

سرچینې وویل چې په دې هوايي برید کې ۳۰ طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا برید وروسته له دې وشو چې یو شمېر پکتیاوالو اندېښنه ښکاره کړه چې طالبان د غزني په شان د پکتیا ولایت پر مرکز ګردېز ښار هم د پراخې حملې لپاره تیاري نیسي.

پر غزني د طالبانو په حمله کې په سلګونو ملکیان، امنیتي ځواکونه او وسله وال طالبان ووژل شول او د دغه ښار تاسیساتو او ولسي شتمنیو ته د ملیاردونو افغانیو په ارزښت تاوان واوښت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *