تاند- د لوړو زده کړو وزارت وايي، سږ کال د کانکور په ازموینه کې له ۱۶۹ زره برخوالو څخه څه باندې ۹۲ زره پوهنتونونو او د لوړو زده کړو نورو موسسو ته بریالي شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نن /شنبه/ د کانکور د ازموینې نتیجې اعلان کړې، ویې ویل چې د ۱۳۹۶ لمریز کال د کانکور د ازموینې لپاره ۱۸۷ زده کوونکو نومونه ثبت کړي ول خو په ازموینه کې څه باندې ۱۶۹ زره تنو برخه واخیسته.
د لوړوز زده کړو وزارت سرپرست عبداللطیف روښان وویل، څه باندې ۶۰ زره زده کوونکي پوهنتونونو او شاوخوا ۳۱ زره نور د لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي دي.
ښاغلي روښان دا هم وویل چې شاوخوا ۵ زره نور په خصوصي پوهنتونونو کې منل شوي دي.
د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په وینا په دولتي اوخصوصي پوهنتونونو کې د ۱۴۷ زره منل شویو زده کوونکو په منځ کې ۴۸ زره نجونې او ۹۹ زره هلکان دي. یعني د ټولو منلو شویو په سلو کې ۳۳ نجونې او په سلو کې ۶۷ هلکان دي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د کانکور په ازموینه کې د برخوالو زده کوونکو بایومتریک اخیستل شوی و چې له کبله یې د درغلیو مخه تر ډېره نیول شوې ده.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د سږني کانکور په ازموینه کې د کابل رضا د عوض زوی لومړی نومره او د غزني اختر محمد د چمن علي زوی دوهم نومره شاګردان وبلل.