تاند- د لومړي ځل لپاره څرګنده شوه چې په طبیعت کې د انسانانو له لوري د اچول شوي پلاستیک اندازه تر ۹ ملیارد ټنه اوړي.

د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې، د لومړي ځل لپاره د هغه پلاستیک اندازه څرګنده شوه چې انسانانو له کار اخیستلو وروسته غورځولی او چاپېریال یې لړلی دی.

د امریکا د کلیفورنیا په پوهنتون کې شوې څېړنه ښيي چې انسانانو له نولس سوه پنځوسمه لسیره تراوسه ۹ اعشاریه ۱ ملیارد ټنه پلاستیک کارولی او ایسته غورځولی دی.

د دغه پلاستیک وزن د پاریس د ایفل برج، چې ډېره وسپنه پکې کارول شوې، ۹۰ زره برابره دی.

څېړونکو ویلي چې له دې ټول غورځول شوي پلاستیک څخه یوازې په سلو کې له ۹ څخه بېرته کار اخیستل شوی او په سلو کې ۱۲ نور سوځول شوی دی. خو لا هم ۵ ملیارده او ۶ سوه ملیونه نور په خځولځایونو (د خځلو لوی امبارونه)، سیندونو او د ښارونو په لمنو کې پراته دي.

د پلاستیک سوځول چاپېریال ته خورا زیات تاوان لري.

پلاستیک لږترلږه ۱۰۰ کاله په طبیعت کې پاتې کېږي او په خاوره نه بدلېږي.

تر ټولو زیات پلاستیک په اروپا (۳۰٪)، او چین (۲۵٪) کې بیا کارول شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *