په پورته انځور کې هستوي وېش(تجزیه) ښودل شوې ده
هستوي تجزیه د هغو مختلفو تعاملونو لړۍ ته وایي چې د ناپایدارو اتومونو هستې پکې ووېشلې، وړانګې رامنځ ته او د لاندې اتومي ذرو د رامنځ ته کېدلو لامل وګرځي. نو دغو لاندې اتومي ذرو ته چې د ناپایداره اتومونو له تجزیې نه لاسته راشي د رادیو اکتیف وړانګو نوم ورکوي. د هستې د تجزیې له امله یوه ناڅاپه لویې هستې په وړو هستو چې پایداره وي، وېشل کېږي چې لومړنۍ ماده(هسته) ورو ورو له منځه ځي. که څه هم د نوو رامنځته شوو هستو کتله د لومړنۍ مادې له کتلې سره لږ شان توپیر لري چې دا توپیربیا د انرژۍ په بڼه آزادوي. دا ډول تجزیه یو ناڅاپه رامنځ ته کېږي دا په دې مانه چې موږ نشو کولای د یوه اتوم د تجزیې وخت وپېژنو، خو نیمۍ عمر(هاغه موده چې رادیو اکتیف ماده پکې خپل نیمایي حد ته رارسېږي(یې ټاکلی شو.
د هستوي تجزیې ډلبندي
- د الفا تجزیه: چې د الفا یوه ذره (د هیلیوم هسته، د ددوو پروتونو او دوو نیوترونونو لرونکې) له ځانه لېږدوي.
- د بېټا تجزیه: چې د بېټا یوه ذره ( الکترون او یا هم پوزیترنون) لېږدوي.
- د ګاما تجزیه: چې فوتون (الکترومقناطیسي څپه) له ځانهچاپېریال ته لېږدوي.
د رادیو اکتیف او یا هم وړانګه خوروونکو عناصروله وېش نه تشعشع رامنځته کېږي.
تشعشع ( رادیو اکتیویتې) هغه تعاملونو ته وایې چې په پایله کې یې اتومي ناپایداره هستې، ووېشلې شي. دا ډول لړۍ په خانګړې توګه له لوړې انرژۍ سره مله، یوه ایونایز کوونکې وړانګه رامنځته کوي.
له دا انرژي کولای شو چې د هستوي انرژۍ په بڼه هم کار واخلو او یا هم کېدای شي د تشعشعي ککړۍ په بڼه وګړ مېشتي چاپیریال ته د ټول وژنې او ورانکارۍ په موخه واستول شي چې له ځانه سره زښت زیات خطرونه لرلای شي.
هاغه هستې چې د نیوترونونو او پروتونونو ترکیب یې پایداره نه وي نو په خپل سر وېشل کېږي. دا ډول هستې په ذاتي توګه ناپایداره وي او د وخت په تېرېدلو سره بدلون مومي او په نوو هستو اوړي. چې دې ته هستوي تجزیه وایي چې یوه درنه هسته پکښې په وړوکو هستو او یا هم پایداره هستو وېشله کېږي او یو شمېر لوړه انرژي هم له ځانه سره لېږدوي. دا ډول هستو ته تشعشعي او یا هم رادیو اکتیف هستې وایي. د هستو ناپایداري کېدای شي چې د دواړو او یا هم د نیوترون او پروتون زیاتوالي له امله وي.
د ایزوتوپونو مقاومت او نه مقاومت
د ۱۳ پروتونونو او ۱۴ نیوترونونو د یوځای والي له امله د المونیم هسته جوړېږي خو که چېرې ددې هستې شاوخواته ۱۳ الیکترونونه وڅرخېږي نو د المونیم اتوم به جوړ شي. اوس که چېرې د نوموړو اتومونو ملیاردونه دانې سره یو ځای کړو نو د المونیم27 فلز به ولرو چې ترېنه د نوشابې قوطي، دروازې ، کړکۍ او…. کولای شو جوړې کړ

که چېرې المونیم په یوه ښیښه اي پوښ کې وساتو او څو ملیون کاله وروسته یې حال وپوښتو نووبه لیدل شي چې کوم بدلون به یې نه وي کړی، دا په دې مانا چې المونیم یو پایداره عنصر دی.
یاده دې وي یوه پېړي مخکې هم داسې ویل کېدل چې ټول عناصر پایداره دي.
زیاتره اتومونه په مختلفو بڼو ترسترګو کېږي. د ساري په توګه مس دوه پایدارې بڼې مس ۶۳ او مس ۶۵ لري. چې دغو دوو ډولو ته ایزوتوپ(هاغه اتومونه چې په هستې کې یې د پروتونونو شمېره سره مساوي خو د نیوترونونو شمېره یې مساوي نه وي) هم وایي. چې دواړه یې ۲۹ پروتونونه لري خو داچې په اتومي کتله کې یې دوه واحده توپیر وینو نو په اسانۍ سره وایو چې د لومړني اتوم د نیوترنونو شمېره ۳۴ او ددویمي یې ۳۶ ده. خو دواړه یې پایداره دي. د نولسمې پېړۍ په شاوخوا کې پوهانو دې ته پام شو چې د ځینو عناصرو ایزوتوپونه رادیو اکتیف دي. د ساري په توګه هایدروجن درې دانې ایزوتوپونه لري:
- عادي هایدرجن)H1( په خپلي هستي کي یو پروتون لري خو نیوترون نه لري..
- دوتریوم هایدروجن (H2) په هستې کېد یوهپروتون او یوه نیوترون لرونکی دی چې په په طبعت کې کم پیدا کېږي. که څه هم ځانکړتیاوې او عمل یې د عادي هایدروجن په څېر دي، د سارې په توګه له دې نه هم کولای شو اوبه(درنې اوبه( جوړې کړو. دواړه ایزوتوپونه پایداره دي خو د هایدروجن دریم ایزوتوپ ناپایداره دی!!
- د هایدروجن دا دریم ایزوتوپ چې رادیو اکتیف بلل کېږي، تریتیوم نومېږي چې په خپلې هسته کې دوه نیوترونه او یو پروتون لري. نو اوس که دا هایدروجن په یوه ښیښه یي پوښ کې واچوو او یو ملیون کله وروسته یې حال وپوښتو نو وبه وینو چې نور به هایدروجن پکښې وجود ونلري او دا به په هیلیوم ۳ اوښتي وي( دوهپروتونه او یو نیوترون).
له دې ځایه ویلای شو چې که هر څومره د یوه اتوم هسته درنه شي نو د ایزوتوپونو شمېر یې هم زیاتېږي او که هر څومره د ایزوتوپونو شمېر یې زیات شي نو د ناپایدارو هستو شمېر کې به یي هم زیاتوالی راشي چې ددې ټولو په پایله کې به د رادیو اکتیف توکو کې هم ډېروالی ولیدل شي.
په طبعت کې به داسې کم عناصر ومومی چې ټول ایزوتوپونه به یې رادیو اکتیف وي. د ساري په توګه د طبعت تر ټولو درنو عناصرو یورانیم او پلوتونیم نومونه اخستلای شو چې په هستوي بمونو او هستوي بټیو کې ورنه کار اخستل کېږي.