استاد ښکلی

“سمرسټ موم په خپل ناول (The Moon and Sixpence) کې د فرانسوي انځورګر غوغان (Paul Gauguin) د ژوند انځور جوړ کړى. نوموړي په تاهيتي کې د خپل لنډمهالي استوګنځي پر دېوالونو رنګارنګ انځورونه جوړ کړل او چې بشپړ يې کړل؛ نو له خپل يوه ملګري يې غوښتنه وکړه، چې بېرته يې ړنګ کړي. ملګري ته يې انځورونو خوند ورکړ، ځکه داسې نادره انځورګري هغه پخوا نه وه ليدلي؛ نو له غوغان نه يې پوښتنه وکړه، چې دا له نوښته ډکه نقاشي ولې ړنګول غواړي. هغه ورته په ځواب کې وويل، چې زما تخليقي تنده ماته شوه، اوس راته دا انځورونه اهميت نه لري.”(۱:  ۳۸)

ډاکټر مبارک علي په خپله دې ليکنه(تخليقي روايت شکني) کې د هنري تخليق پر نورو علتونو هم خبري کړي دي؛ خو بيا هم زموږ يوه پوښتنه لا حل نه ده او هغه دا چې هنر ولې ايجادوو؟

ادبي تيورۍ د دې پوښتنې رنګارنګ ځوابونه راايستلي او دا راته وايي، چې هر کس او هرې نظريې ته هنر بېله مانا لري او پر همدې بنسټ يې د ايجاد بېلابېل لاملونه او موخې په ګوته کوي. هغه مکتبي تيورۍ چې په ادب کې د اخلاقي پېغام لټه کوي، د ادب د ايجاد علت ټولنيزې لوړې ژورې بولي او موخه يې د ټولنې سمون ګڼي.

ځينې ښايي د هنر ايجاد د ځان رواني تفسير وګڼي او ځينې ترې د تشهير مانا واخلي.

دې کې شک نشته، چې دا يوه هم ناسمه نه ده؛ خو د هنر تخليق، بلکې د ډېرو علمي نظريو د ايجاد تجربه راته وايي، چې په دې ټولو کارونو کې لومړنۍ موخه د ځان تسکين او خوند دى. تسکين او خوند له يو بل سره بې تړاوه نه دي. د فرويد په اند، انسان په هر څه کې جنسي لذت ګوري او چې په بديل کې هم دا خوند ومومي؛ نو احساسات يې تسکين او ارام شي. کله چې ارام وايو، مطلب، د اضطراب مخالف حالت ته اشاره کوو. اضطراب د درد زېږنده وي او د فرويد په وينا، د انسان د ژوند موخه خوند اخيستل او له درده ځان بچ کول دي.

که خبره د خوند اخيستل وي، موږ د بل په خوله له خپل صفته او داسې له تشهيره هم خوند اخلو. موږ له مينې محرومه خلک تر عادي کچ د ډېر شهرت د ترلاسي هڅه کوو؛ خو پوښتنه که د خوند وي او خوند په تشهير کې وي او تشهير د هنر په ايجاد پورې تړلى وي، بيا خو پکار ده، چې موږ د خپل شهرت له امله هم ښه هنر ايجاد کړو؛ خو دا کامياب نه ښکاري.

ځکه کامياب نه ښکاري، چې موږ ادب لکه د رومي سلطنت مريى په ځان پسې د خپل شهرت ډګر ته راکاږو او د خپل شهرت تمه ترې کوو. د شهرت لپاره د ادب ايجاد له بهره پر ادب د خپلې خوښې تحميل دى.

خو د ادب تخليق د ځان تسکين دى. تر تخليق وروسته د پنځګر تسکين د ماهيت له پلوه د جنسي غريزې له تسکين سره توپير لري. هلته يوه حسې اشباع تجربه کوو او دلته روحي تسکين.

که د هنر ايجاد د خپل ځان تسکين وي، نو دا تسکين ډېر اړخونه لري. پنځګر ځان ته د يوه ممتاز فرد په سترګه ګوري او له دې امله د ټولنې د مسؤوليت درک کوي. پنځګر نامستقيم او ناارادي د ټولنې د مشرۍ يا ليډنګ تصور لري او دا تصور دى اړ باسي، چې د ټولنې په اړه فکر وکړي. د ټولنې ښه ورته د هنر په مټ د خپل فرهنګ په خدمت کې ښکاري او په دې ښه کې د خپل ځان تسکين ويني.

د ځان تسکين د ځان لپاره هم وي، خو بيا هم له پنځګر سره ناارادي د ټولنې د خدمت تصور وي.

موږ هغه پنځګر ستر ګڼو، چې هنر يې د سپک شهرت لپاره نه دى کارولى او لومړۍ موخه يې د خپل ځان تسکين و. وايي، چې ويرژيل خپلو ملګرو ته وويل، چې تر مرګ وروسته د ده شهکار حماسه (انيد) وسېزي. ويرژيل پوهېده، چې تر مرګ وروسته د ده د نوم ياده او شهرت ده ته هېڅ ګټه نه کوي.

د هنر تخليق چې د ځان د تسکين لپاره وي، پايله يې خامخا شهرت وي. سترو پنځګرو چې هنر د ټولنيز شهرت لپاره نه ايجاداوه، له ډېر شهرته برخمن شول. ويرژيل چې شهرت نه غوښته، تر ډېرو نومورکو شهرت غوښتونکو ډېر وپايد، ځکه چې خپل هنري کمال(انيد) په ځان پسې د شهرت اسمان ته وخيژاوه.

شهرت غوښتنه مو پخپله له شهرته راګرځوي. په داسې مواردو کې زموږ توجه د خپل هنر د ښه کولو پرځاى د شهرت ګټلو ته وي او تخيل د خپل دوديز فکر له انحصاره نه شو ايستلاى.

د شهرت په خواهش کې د شاعر و ليکوال پام خپل مخاطب ته وى. مخاطب چې ترې څه هيله لري، همغه ورته وړاندې کوي؛ خو ښه هنرمن تل د خپل مخاطب پر سويه او تمايل فکر کوي. دلته مراد واقعى لوستونکى دى. په خواله رسنيو کې ليکوال او شاعران د لوستونکو ډېرښت ته خوشحالېږي. ليکوال يا شاعر د داسې لوستونکو تمايلاتو او ذوق ته اهميت ورکوي، چې له هنر سره ډېره اشنايي نه لري او په دې ډول يې له هنر سره ژمنتيا کمېږي. دا ډول شهرت لکه غبار ژر کېني؛ خو که ليکوال يا شاعر اصيل هنر ايجاد کړي، رښتينى او همېشنى شهرت ترلاسه کولاى شي.

ماخذ:

  1. مبارک علي. تاريخ کې واپسي. ۲۰۱۴. تاريخ پبليکيشنز: لاهور

د استاد ښکلي نوزې لیکنې

2 thoughts on “تشهيري ادب | اجمل ښکلى”
  1. ګران ښکلي صاحب ،
    هیله ده چې دغه تیوریکي بحثونه او درسونه یوڅه په غورپه روانه اوسوچه پښتو باندې هم ولیکئ اوهم وژباړئ .
    اردو ژبه خو هسې هم یوه ګډوله ژبه ده ، هرڅه چې هلته وینئ او لولئ ، هغه د انګریزي ژباړه ده ، که موږ هم د هغې ژبې پرسبک حرکت وکړو اوهغه کلمی چې موږ یې په مانا تردوی ښه پوهیږو همداسې سره راواخلو اوخپل ښکلي پښتو انډولونه دهغو پرځای ونه کاروو ، دابه په لوی لاس زموږ پرژبه باندې یولوی اوناوړه ګوزار وي چې باید ملا یې پرهغه ورماته نه کړو. تاسې خپله استادیئ ، یوځل مو لیکنه له سره ولولئ چې د څومره عربی اوفارسی نومونو او فعلونو لپاره موږ خپل وړ پښتو اندول لرو؟
    بس یوه یادونه وه بریالی اوسې
    رشید ـ نهرو پوهنتون هند

  2. سلام

    ښایسته لیکنه ده ثطبیقی او توضیحی برخه یی علمی اوڅیړنیزه که اجازه زه به هم د تبصرې له لارې یو څو ټکی تاسې سره شریک کړم او هغه دا چې
    د تضمین implication
    اوتعرض innedundo
    وایی چې مه ازاروه مېږی چې دانه کش دی چې ځان لری اوشیرین ځان خوښ د ی

    تعرض یعنی څه؟ دتاوان ژمنه پرغاړه اخیستل ، ضامن کېدل، خپل ځان اته راوړل ، په لوښی کې اچول
    ، (یوشی)
    یا دمصرع واحد
    دواړه د تشهیر احساساتو غرایزو انحصا اوپه تیره بیا دهنر په پېژندګلوی کې دیادونې وړ دی

    په تعرض کې بیا وایی چې

    جانان مې راته ووی چې ولې غمګین یې
    دکوم شیرین دلبر جانان لپاره غمګین یې
    پورته شوم او اینه مې په لاس ورکړه
    ورته ومې وویل چې په اینه کې څوک وینې؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *