په ټرموای کې مې له کړکۍ بهر ته کتل. د سړک غاړې ته د موټرو کتار تمځای ښکاریده. چې کوم ځای به خالي و، خوشاله به شوم. بیا به مې هیله کوله چې د بل موټر شاته خالي ځای وي. له ځان سره مې وخندل چې زه په ټرموای کې یم په موټر کې خو نه یم چې خالي پارکنګ ته هوسیږم. مخ مې راواړاوه. مخامخ راته یوه نجلۍ ناسته وه، هغه مسکۍ شوه. په زړه کې مې وویل « لیونی ورته ښکاره شوی چې په خپل سر مې خندل که څرنګه؟»
دې ته ځیر شوم.دې پورته وکتل. هلته له چت سره د تمځایونو اعلانونه لیکل کیدل چې راتلونکی تمځای کوم یو دی. سترګې یې زرغونې راته ښکاره شوې. ما د کړکۍ لور ته سترګې واړولې بیا مې بیرته دې ته پام شو. دې راته کتل خو چې څرنګه سترګې په سترګو شو لکه څوک چې ځان تیروي بل لور ته یې سترګې وغړولې.
ما له کړکۍ بهر وکتل، شنې ونې داسې ښکارېدې لکه منډې چې وهي. د ونو شاته د موټرو پارکنګ و. خپلې مخکنۍ هیلې ته خندا راغله چې تش ځای ته هوسیدم، خو دستي مې شونډې راټولې کړې چې دا نجلۍ بیا ونه خاندې. نجلۍ ته مې وکتل هغه په خپل ځای کې نه وه. کوزه شوې وه. په ډډه کښیناستم ، بهر مې وکتل. خالي پارکنګ و. سترګې مې پټې کړې.