افغانستان کې فساد دود نه و، نه هم فساد د افغانانو د کلتور تاریخي برخه ده. فساد بهرنیانو راوړی، زیږولی او پاللی دی. غیري قانوني پیسې، نا مشروع قراردادونه او د جنګسالارانو چاغول د نړیوالو د هغه مراث په توګه افغانانو ته پاته شوي، چې په ۲۰۰۱ز کال کې یې له ځان سره راوړي وو او لا تر اوسه افغان ملت په یو ډول نه، یو ډول له دې چارې زورېږي.
افغانستان کې نه خاین معلوم شو، نه جاسوس او نه هم کوم پردی پال. که پر مجریه او قضایه ځواکونو د فساد او پردیو پالنې تور دی، ملي شورا کې د خلکو استازي هم ټولې سپینې کوترې نه دي. ځینې خو یې داسي هم دي چې له سره یې ملي شورا ته د خپل کاربار او سوداګرۍ د پیاوړتیا او پیسو پیدا کولو په موخه لارې موندلي. د امریکایې قراردادونو پر مټ یې پیسې ګټلي، کمپیاینونو کې یې لګولي، او له دې نا مشروع لارې یې ملي شورا ته په داسي حال کې لاره پیدا کړې چې خپل پيژندنه هم په خپله مورنۍ ژبه نه شي لیکلای، له دې ډول استازو به د قانون جوړونې تمه څنګه کوو؟
د ملي شورا ډېر استازي یواځې بهرنیو سفرونو ته خوشحالېږي. ژمنۍ او دوبنۍ رخصتۍ په مرکز کابل کې د خپلو شخصي کاربارونو او یا هم بهر کې په تفریح تیروي. ځیني خو یې چې د رسنیو کړکۍ او میک ته ورشي، داسي ګلان وشندي چې د اړوند ولایت نوم او خلکو نوم یې هم ورسره پیکه شي. موږ د سنا مجلس داسي استازی هم ولیدی، چې د رسنیو پر مخ یې د ټاکنو کمیسیون لوړ پوړو چارواکو ته په عامه سپکې سپورې ویلې.
جوته ده، چې په ملي شورا کې د خلکو د ډېرو استازو ډېر وخت په خپلو شخصي پوختیاوو، میلمستیاوو، بهرنیو سفرونو، ولسمشرۍ او ولایتې شوراګانو په ټاکنیزو کمپاینونو او یا هم د ولسي جرګې په ټاکنیزو کمپاینونو کې تېرېږي. د ولسي جرګې داسي استازي هم شته چې، د ملي شورا د کښتنې مجلس د ټاکنو یو کال وړاندي خپلو ولایاتو کې ډالر او افغانۍ د کمپاین په موخه شندي، تر ننه ولي دومره څوک پيدا نه شو چې ترې وپوښتي چې دا ډالر، مرمۍ ضد موټرونه، ښکلې ودانۍ، مارکیټونه او په بهر کې کورونه یې له کومه کړل.
دا هم ډېره حیرانوونکې نه ده، چې ووایو د ملي شورا ډېر استازي د ملي ګټو څخه د ننګې پر ځای له خپلو ځاني، ملګرو او حزبې ګټو څخه ننګه کوي. ډېرو ته کاري اجنډا او سناریو له بهره او یا هم په داخل کې د ځینو مفسدو کړیو او مافیایې ډلو له لورې ورکول کېږي.
موږ په وار وار په ملي شورا کې د فساد او غیري قانونې کړنو شاهد وو. د ملي شورا ځینې استازي ټوله ورځ د وزیرانو په سکرتریت کې تیروي، ته به وا همدلته یې دندې وي. دومره سوچ هم ورسره نشته چې په ولسي کچه یې مقام تر وزیر لوړ دی، خو د یو کس د غیري قانوني مقررۍ او یا هم کوم بل غیري قانون عمل په موخه د وزیر پښو ته هم کوزېږي.
د ځینو ته خو یې د فیشن توکې او جامې ځکه له بهره راځې چې په کابل کې موندل کېدونکي فیشن توکې او جامې یې اصلاً خوښېږي نه. د ځینو نالوستو استازو د روزنې په موخه په داسي څلور ستوریزو هوټلونو کې لنډمهاله زده کړیز ورکشاپونه نیول کېږي، چې یوه څوکۍ یې د یوې ورځې لپاره له ۱۵ ډالرو لوړه وي، او د یو کس غرمنۍ هم د ۲۰ ډالرو په شاوخوا کې وي.
ولسمشر او د اجرایه چارو رییس هم بهرنیو سفرونو کې ځینې د شخصي ملګرتیاوو، ځینې د جنډر مساوات، ځینې د ځینو نورو غیري قانوني اړتیاوو له کبله د واده د ورا په څېر له ځانونو سره بیایې. اوس نو تاسو فکر وکړئ، یو نالوستی کس به څنګه د پاکستان له باتجربه ډیپلوماتانو او یا هم متقاعدو جنرالانو او نورو دولتي باتجربه کسانو سره ژبه ووهي، او د خپل خاورې د ملي ګتو ننګه به ترې وکړي. له امریکا او ناټو سره امنیتې تړونونه لږ تر لږه وه هم نه لوستل شوو. داسي خبرې هم وې چې د پیسو او هم د ملي شورا د کښتنې مجلس د یو کال کاري دورې د اږدېدو په بدل کې د ملي شورا غړیو یاد تړونونه په بیړه تصوب کړل. ډېرو لږو به یې د افغان ولس د سولي او ثبات په خاطر، دې د زهرو غړپ ته غاړه ایښې وه، نورو ټولو د خپل شخصي ګټو په موخه هر څه وکړه او کوي یې.
ولسي جرګې لپاره ملي بودجه کې د تلویزیون لپاره پیسې ځانګړې شوي، د هغه ولسي جرګې لپاره چې ډېر یې په مختلفو غیري قانوني کړنو کې ښکلېل وو، او دي. د ګوشتې د کرومایټ ډبره هم په غیري قانوني توګه د ملي شورا د یوه غړي خپلوانو ته د هغه په سپارښتنه په قرارداد ورکولشوې. د ولسي جرګې پر مشر تور دی چې میاشتې وړاندي یې د خپلې کورنۍ غړي د ملي بودیجې په لګښت بهر ته بیولي وو. نن ورځ، مشرانو جرګه هم ددې مجلس لپاره ځانګړی تلویزیون غواړي. ددې پر ځای چې دواړه مجلسونه په خپلو کې همږغي ولري، هغوی له یوبل سره سیالۍ کوي. دا جنابان په داسي حال کې د تلویزیونونو غوښتنه کوي چې په ملي خزانه کې یوه افغانۍ هم نشته. ان د هغه سرتېري چې نن په سنګین کې په سره اور کې جنګېږي معاش هم نه شي ورکولای. د ملي شورا واجب الاحترام استازو معاشونه هم نه شي ورکولای. حکومت مو له تېرو دریارلس کولنو راهیسي د فقر کچکول د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر له غاړې ونه کېښ. تېره میاشت د افغان فقر کچلول له نړیوالو له ۴۲۰ میلیونه ډېر ډالرو د خپلو مامورینو د معاشاتو په موخه وغوښتل.
دا دهغه اسکېرلي، زورېدلي، د جګړې په اور کې سوځېدلي او له لوږې کلوچ شوي ولس د استازو د ناوړه کړنو یو وړکی انځور دی چې موږ او تاسو پرې خبر یو، دا چې د پرتې تر شا کومه سناریو لوبېږي، موږ پرې نه پوهېږو. ولس یې له لوږې د یوې شپې ماشومه لور د لس زره پاکستانۍ کالدارو په بدل کې پلوري. د هغه ولس چې هره ورځ پکې له دېرشو ډېر ددې نړیوالې پلان شوې جګړې په اور کې کړیږي، د ملت له همدې استازو یې ځینې دا سي شته چې ددې ناوړه جګړې یو پلو یې د خپلو بادارانو په غوښتنه ورسره نیولی. موږ ته ملي شورا تلویزیون کې څه ښيې؟ د ملي شورا د هغو استازو په فساد کې ښکېلتیا، د هغوی پردي پالنه او که کوم بل ناوړه او غیري قاوني عمل؟ هغه ولس چې یوه ګوله ډوډۍ نه لري، ستاسو تلویزیون په څه باندي وګوري؟ که تلویزیون د بهرنیانو لپاره جوړوئ، نو یوه بله خبره هم واورئ چې هیڅکله بادار د خپل لاسپوڅي څيرې ته د اتل په سترګه نه ګوي. تلویزیون خو هغه مهال ښه خوند کوي چې د ملت په دسترخوان کې یوه ګوله ډوډۍ وي. لږ تر لږه یو ګروپ برېښنا یې له خپل اوبو او امکاناتو وي. که تاسو دا وایاست چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې ملي شوراګانې ځانګړي تلویزیونونه لري، هغوی خو په خزانه کې پیسې هم لري، د فقر کچکول یې هر کنفرانس او ناسته کې نه وي غوړولی. لږ خپل ګریوانونو کې وګورئ، موږ په کلیو او بانډو کې ستاسو په کړنو شرمېږو. تاسو که له موږ نه شرمېږئ، ددې ګاونډیو هیوادونو خو وشمېږئ، او هغه وخت مو رایاد کړئ، چې د پاکستان او ایران په کمپونو کې به مو بچیانو یوه ګوله مړۍ هم نه لرله.
اوس خو هسي هم پر ملي تلویزیون سربیره هیواد کې خصوصي تلویزیونونه ډېر دي، هغوی بیله دې چې تاسو غوښتنه وکړئ، اړ دي چې ستاسو خبرونه واخلي او خپاره یې کړي. د ولسي جرګې د تلویزیون او مشرانو جرګې د تلویزیون بودجه دې کجکي، دهلې او هیواد کې نورو بندونو لپاره ځانګړې شي. د تلویزیون جواز اخیستل خو اسان کار دی، د تلویزیون چلول ځکه ستونزمن دی، چې هر کال به ورته بودجه ځانګړې کېږي، پر فني کارکوونکو سربیره به امنیتي ساتونکي او نور تشکیلات هم لري.