په اروپا کې د زړه ډاکټرانو ټولنې په یوه څېړنه کې ثابته کړې، چې مفلسي او مالي ستونزې د شدید سټرېس لامل ګرځي او دغه چاره د زړه د حملو کچه ۱۳ سلنه لوړوي. د دې څېړنې پایلې د جنوبي افریقا د زړه ډاکټرانو په کلني کنفرانس کې، چې په جوهانسبرګ کې جوړ شوی و، اعلان شوې. د جوهانسبرګ ښار په یوه روغتون کې په ۳۰۰ ناروغانو چې د زړه له حملې کړېدل په دې اړه څېړنه شوې چې  ایا د زړه حملې یې د مالي ستونزو له کبله دي که نه؟ څېړونکو دغه راز ځینې نور کسان هم تر څېړنې لاندې نیولي دي، چې مخکې یې د زړه د حملې کومه مخینه نه درلوده. د څېړنو پایلو ثابته کړې ده، هغه کسان چې مالي ستونزې لري د زړه د حملې ګواښ پکې شپږ سلنه دی، خو هغه کسان چې بیا له سختو مالي ستونزو سره مخ دي دغه ګواښ پکې ان ۱۳ سلنه ښودل شوی دی. د زړه حمله هغه ناروغي ده چې له امله يې په نړۍ کې ګڼ کسان ژوند له لاسه ورکوي. ډاکټرانو یې عوامل بېلا بېل په ګوته کړي دي، خو دې نوې څېړنې ثابته کړې چې مالي ستونزې هم د زړه د حملې لامل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *