لیکوال محمداکبر حقمل
هوډ یا تصمیم داسې څیز دی، چې تاسو هغه څه ته رسوي د کوم څه، چې په لټه کې یاست او تل یې د ځان لپاره خوښوئ. ستاسو هوډ ستاسو تمې زیاتوي. ستاسو هوډ ستاسو وړتیا او پیاوړتیا پیاوړې کوي. پرته له هوډ څخه نه شئ کولای ترڅو کار وکړئ، د پرمختګ پر لور ګام اوچت کړئ او خپلې بریا ته ځان ورسوئ. د بریالیو کسانو د بریالیتوب تر ټولو غوره راز په دې کې دی، چې دوی د هرې ستونز حلولو، خنډونو له منځه وړلو او موخې ته د رسېدلو لپاره تل دومره پیاوړی هوډ او تصمیم نیسي، چې په هېڅ صورت سره خپل کار نیمګړی نه پرېږدي او کار کول یا په خپل هوډ عمل کول ورته اړین او ضروري ښکاري. څوک، چې په خپل کړي هوډ باند په ريښتيني ډول مخ پر وړاندې لاړ شي پایله به یې ضرور موخې ته رسېدل او بریالي کېدل وي. څوک، چې له کړي هوډ سره سم مخ پر وړاندې روان نه وي، نو پایله به یې حتما ناکامي، اوزګاري او خواشیني وي ځکه له هوډ کولو وروسته په اړونده برخه کې اړین کارونه سرته رسول تر ټولو ارزښتمن او اړین دي او له هوډ کولو وروسته کار کول مو د بریالیتوب لامل کېږي. د یوه کار لپاره لکه هوډ نیول، چې څومره اړین دي، نو کار کول هم په همغه کچه ورته اړین او ارزښتمن دي. له ماتې خوړو، اندېښمن کېدو او خوشيني کېدو څخه د خلاصون یواځېنۍ لار هوډ نیول او زحمت ايستل دي. د موخې ټاکلو لپاره هوډ یا تصمیم ونیسئ او له هغې وروسته مو له ټولو پیاوړتیاوو او وړتیاوو څخه ګټه واخلئ تر څو د خپل زړه ټاکلې موخې او ریښتینې بریا ته مو ورسېږئ.