زه به چې چیرته لرې دکوره مسافرۍ ته تللم نوبار،باربه یې ودرولم په ځیر،ځیربه یې راته کتل ،له سترګوبه یې رڼې ،رڼې اوښکې تویدلې .یودم به راغاړیوته څوسلګۍ بهيې ووهلې مابه هم ورسره یوه شېبه اوښکې توی کړې.
بیابه یې راسره مخه ښه وکړه راته وبه یې ویل دځان ډیر خیال ساته بیابه یې په څه بهانه ودرولم سرترپایه به یې راته په یونظروکتل بیابه یې مخه ښه راکړه.
څوځل به یې هم داچل وکوو مابه ورته ویل :
زه پوهیږم چې ته زماپه تلونه خوشحالیږې ته هم نه غواړې چې د مسافرۍ سختې دې پرما تیرې شي، خوبس مجبوري ده څه وکړم بله څه چاره نشته ،که ته همداسې ژاړې نو بیا خو ونه شوه ،چې ته ما بار،بار ودروې اواوښکې تویوې.
هغې ژر خپلې اوښکې پاکې کړې،ويې ویل:
زه خونه ژاړم اونه اوښکې تویوم خوڅه وکړم زړه مې سترګې مجبوروي چې اوښکې توې کړي،اوبار،بار درته په دې ګورم چې ستا تصویر مې په ذهن کې سم کیني،چې ته زماکله رایاد شې اوستا تصویر مخامخ راته ودریږي اوداسې فکر ونه کړم چې ګنې ته زما له خوا نه چیرته لرې دمسافرۍ سختې شپې او ورځې تیروې.
اوستا دتصویرسره به زه هروخت چې مې زړه غوښتل خبرې کوم ځکه خودرته بیا، بیا ګورم چې ستا دوجود یو ځای مې هم له سترګو پاتې نه شي هسې نه چې بیا دې تصویر نیمګړی زماپه ذهن کې پروت وي.
خو اوس بلا موده تیره ده خو زما تصویر هغسې څوک نه اخلي چې زما د رایادیدلو په وخت یې مخې ته ودروي اوس مې هغسې څوک بار، بار نه ودروي، نه راپسې هغسې اوښکې څوک تویوي.
پای
۱۳۹۲/۱۲/۱