ټولې خبرې یې د فقر په له منځه وړلو څرخیدې. داسې اقتصادي برنامې یې وړاندې کولې چې خلکو په کې نا لیدلي جنتونه لیدل. شیبه وروسته له ستیج نه د لاسونو په پړکا را کوز شو.
د سلګونو کسانو په بدرګه له سالونه را ووت. ښایسته موټر ته وخوت، څو فقیران چې له پخوا نه د ده په تمه د هوټل مخې ته ناست ول، را پورته شول. خو هغه ترې مخ واړوه ، شاید دې ښاغلي نه یوازې له فقر بلکې، له فقیرانو سره هم تضاد درلود.
محمد نعمان دوست، جلال ابا
دوست صاحب الله ج دی همیشه همداسی تاند لره ژوند دی وسی او د پرقلم دی برکت شه زمونژ ویار یاست