که دلته د عزت ژوند غواړئ نو لومړی باید خامخا وزیر یا قومندان او یا ښه ښکرور واوسیږي، ګنې نو وبه یې نه بولئ چې تاسو واقعي د افغانستان یاست. که یوازې په تذکره کې د افغان هویت ته خوشحاله یوو، بیا به نو موږ یا ښه سادګان یوو او یا به مو د مجبوریت زولنې دومره مضبوطې وي، چې د ماتولو توان یې هم نلرو.
دلته هغه خلک ارام، هوسا او د انساني غرور سره سم ژوند کولی شي، چې د نورو پر مریو باندې پښې ږدي او یا د غوښتلو او خوړلو په برخه کې دومره روي وي چې موږوالو ته د غوښتنې حق خو څه، د ګیلې چانس هم نه راکوي.
مثلاً، سره د دې چې دوی د برېښنا شرکت څخه په میلیونو پوروړي دي، خو بیا هم د همدوی په کورونو کې څلورویشت ساعته برېښنا شته، حال دا چې په هغو خلکو باندې په شپو او ورځو برېښنا قطع وي، چې یوه میاشت هم د دغه شرکت له پور څخه ویریږي؛ سره د دې چې ښه پاخه ماړه دي، اما بیا هم د ملت ځمکې غصبوي او عالي شانه ښارګوټي پکې ودانوي، په داسې حال کې چې همدا اوس هم په دې سړه هوا کې ډېرې کورنۍ په تش ډاګ باندې شپې ورځې تېروي؛ سره د دې چې قوانین مو همدوی راجوړوي، خو بېرته بیا د همدوی لخو تر پښو لاندې کیږي، لکه د یو ساده مثال په توګه، دوی په هیڅ دولترافیکي قوانین نه رعایتوي، چې همیشه د دوی موټرونه د پردي لاس سړک باندې عبور کوي، حال دا چې که یو عادي وګړي دا کار وکړ، نو ښاغلي ترافیکان یې د دولت په ګټه نه د خپل جېب په ګټه جریمه کوي او بالاخره سره د دې چې د همدغو خوارو او بیوزلو خلکو له برکته یې ښاخونه او وزرونه کړي، اما بیا هم د دوی دروازو ته نزدې خو څه، د دوی په کوڅه کې هم قدم نشي ایښوولی.
که لږ زموږ د هیواد دغه اخلاقي جغرافیه د نورو هیوادونو هغې سره پرتله شي، حیرانتیا او زړه توروالی خو یې بیخي پر ځای، سړی دلته پر ډېرو څیزونو باندې باور له لاسه ورکوي.دلته انساني حقوقو ته له سره تعریف او معیار نشته، هر څه په هغه ډول سم او معقول دي چې د یو چا دبدبه او موقعیت یې زغملی او تر سره کولی یې شي. د بیوزلانو او مظلومانو به څه دبدبه او موقعیت وي؛ هغه هم بیا په داسې یو هیواد کې چې قاعده، قانون او حتا عقیده یې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې وي، نو که په ظاهره ځنګل نه دی او کرکټران یې هم ورسره مشابه نه دي، خو کانې او تمثیل یې کټ مټ همغه دي.
خپلسري، د مجازاتو نشتون، انساني مقام ته نه پاملرنه، د ځان په هکله د هيڅ ډول اصولو نه رعایت، د غرور اوج، خپلچاري، تبعیض، بې پروايي، نه احساس او په ټوله کې پریمانه جګړې او وژنې او په اړه یې د خواخوږۍ او حقیقي غور نشتون او …… دا هغه څه دي چې عام وګړي یې خورا مایوسه کړي دي؛ ان تر دې چې هېڅوک د چا په اړه چاته د شکایت کولو جرأت هم نشي کولی، ځکه چې چارواکي د خپلو شخصي اغراضو په خاطر د حقیقت پر ځای زور او پیسو ته تابع دي، چې له همدغه امله شکایت بې پایلې پاتې کیږي او شکایت کوونکی لا د ګواښونو او ستونزو سره مخ کیږي.
نو
دچادبغاوت سر ترپامیره رسیدلی
دچاټیټ شوی سر د ملاتر تیره رسیدلی
سره دبغاوت جانانه ارتې تڼۍ ګرځي
تعجب نه دی په دومره رقیبانو کې ژوندون