د سوځیدلیو سکرو د لوګي بوی په کوڅه کې خپور وو، د بالاپوش غاړه مې هسکه کړه. موبایل ته ځیر شوم، لکه چې پنځه دقیقې وروسته بس تمځي ته رارسیده، نو د تمځي لور ته ګړندی شوم. یوه سپي وغپل، یوه ښځه وزغونځیده او یوه نارینه د موټر له کړکۍ سر رابهر کړ:
– لارې ته نه ګورې
کوڅه پراخه وه. پوه نه شوم چې څه ته په قهر شوی دی. د بس چلوونکي ته چې مې د پنځه سوه نوټ کیښود، راپورې یې واهه:
– ماتې راکړه
ښه و د بالاپوش په یوه جیب کې مې یو موټ میده پیسې وې هغه مې ورته ونیولې، څه یې ترې واخیستې او نورې یې راکړې. په چوکۍ کې چې کښیناستم څنګلورې ښځې بد بد راته وکتل، خپلې پښې یې ورټولې کړې او په کونج کې یې ځان سره غونج کړ.
د کالیو په دوکان کې مې پام شو چې یو سړی راپسې ګوري او ما څاري. زړه مې په تنګ شو چې دا خلک ولې انسان ته د انسان په سترګه نه ګوري او تعصب لري.
کافي شاپ ته ورغلم. ترخه کافي مې راوغوښته. یوې ښځې په یوه وړه پیاله کې کافي او ورسره په یوه کوچیني ګیلاس کې اوبه راته کیښودې. د اوبو ګیلاس ښایسته راته ښکاره شو چې رااخیست مې ګیلاس واوښت، د کافي شاپ د میلمه پالې کاليو ته اوبه ورباد شوې. دې پیاله تکیه کړه، هغه ماته نه شوه. پر خپلو کالیو یې دستمال تیر کړ او شیبه وروسته یې په یوه بل ګیلاس کې اوبه راته راوړې خو دا ځل د لومړي ځل په څیر خندنۍ نه وه، د تندي ګونځې یې سره ورغلې وې.
کافي مې وڅښله، له کافي شاپه راووتم. لمر له لړې رابهر شوی و، یخني مې وشوه، د بالاپوش تڼۍ مې وتړلې. په سر مې درد و او احساس مې وکړ چې نشه مې الوتې ده.
پراګ