ماشوم چغې وهلې… ښځې خپل ټټر ته جوخت نيولی و، په حويلۍ کې يې ښکته او پورته ګړندي ګامونه اخيستل، نرۍ کړيکو ټول کور په سر اخيستی و، د ښځې په لاس د تاو شوي اوږده مزي له څوکې موبايل ټال خوړ.
د برنډې په څنډه شين پلاستيکي ترموز ايښی و، ښځه ورتاوه شوه، تر څنګ يې ښيښه يي ګيلاس ته لاس کړ، ماشوم غلی شو، شېبه وروسته ګيلاس له نيمايي اوبو ډک و، د ماشوم خولې ته يې نږدې کړ،هغه مخ واړو،بيا يې کړيکه کړه،ښځې بېرته ګيلاس کېښود،له برنډې لېرې شوه،د ماشوم په تندي يې لاس کېښود،سره تبه يې درلوده،په اوږه يې واچو،ورو ورو يې خوځاوه،خو د هغه ژړا ونه درېده،له اوږې يې بېرته لېرې کړ،له غومبورې يې ترې مچه واخيسته،شونډې يې اوږدې کړې،په معصومانه انداز يې وويل:
ــــ بس نو… دغه ده،اوس دې پلار جان راځي.
ماشوم لا هماغسې ژړل،ښځې د لوی ور په لور سترګې واړولې،ور بند و،موبايل يې مخته پورته کړ،په توکمو يې ګوتې کش کړې،ښه شېبه يې ورته سترګې نيولې وې،پدې کې لوی ور ګړپ کړ،ښځې ور وکتل،له وره يو کچنی هلک راننوت،شاته يې د ښوونځي بکس ځوړند و،ښځه ژر ورمخته شوه،هلک وويل:
ــــ سلام عليکم مورې! ورورک مې ولې ژاړي؟
ښځې د سلام ځواب ورکړ،خو هلک بيا وار ونيو:
ــــ د کوڅې هاغه سر ته يې ژړا راتله.
ښځې موبايل هلک ته وړاندې کړ،په وارخطايۍ يې وويل:
ـــــ هله پرهده(فرهاده)! ژر شه،پلار ته دې زنګ ووهه،خدای دې نه کي… ورور دې له تبې مړ شو.
هلک د ښځې له لاسه موبايل واخيست،په تېزۍ يې د توکمو په سر ګوتې کېکاږلې،ژر يې غوږ ته نږدې کړ،يوه شېبه غلی و،بېرته يې ښځې ته موبايل ونيو:
ــــ هه! زنګ ورغی.
ښځې موبايل غوږ ته پورته کړ،له مقابل لوري نارينه غږ شو:
ــــ هلو!!
ښځې ځواب ورکړ:
ــــ هلو د پرهد پلاره!
ــــ اورم يې،خيرت دی؟
ښځې ماشوم ته وکتل،غلی و،سترګې يې پټېدلې،بېرته يې موبايل خولې ته نږدې کړ:
ــــ د عابد سره تبه ده،له صبايي نه په يوه چغه دی.
له مقابل لوري بېرته غږ شو:
ــــ نو ولې دې وخته نه خبرولم؟
ښځې ژور اسويلی وکړ:
ــــ کاش چې ما ام تعليم کړی و،وخته به مې زنګ درته وهلی و.