(د ویسا ورونو نویو هڅو ته یو ځغلند نظر)
په افغانستان کې د تعلیم د نهضت د عملي او نظري برخو په سر لارو کې، ویسا ورونه او د هغوی «قلملار » ټولنهټاکلی ځای لري. ویسا ورونوزموږ په ټولنه کې د مطالعې،تعلیم، ښوونځي ته تګ د عامیدو په خاطر خپلې انساني او وطني هلې ځلې د «قلملار»ټولنې په چوکاټ کې له ډیرې مودې را په دې خوا تنظیم کړي دي، د علم او کتاب د ګدايي کچکول په غاړه، کلي په کلي، ښار په ښار ګرځي د پوهې او کتاب درویزه کوي او بیا یې لرو پرتو هغو سیمو ته رسوي چې جنګځپلې وي، داسې چې خلک، په تیره نوی نسل د زدکړې او مطالعې شوق او هیله لري، خو نه ښونځی شته او نه هم د سواد د زدکړې کومه پته او نه هم د مطالعې له پاره کوم کتاب.
د ویسا ورونو او «قلملار» ټولنې د فعالیتونو د پیژندنې او د دوی د فعالیتونو د موخو په برخه کې ما لا پخوا لیکلي وو:
«د اوسني بحث اصلي موضوع د قلم لار ټولنې د پروګرامونو او د دې ټولنې د فعالینو پر هلو ځلو باندې راڅرخي. د قلم لار ټولنې او د هغې د مسؤلینو هلې ځلې د تعلیم، د تړلو ښوونځيو بیرته پرانستنه، د کوچنیانو او ځوانانو د زدکړو، کتاب سره مینه او د مطالعې کلتور د عامولو په دایره کې تر سره کیږي. د سواد زدکړې، د پوهې تر لاسه کولو اصلي منبع کتاب دی، له کتاب سره مطالعه تړلې ده، نو ځکه دا موضوعات ژوندي دي او هیڅکله نه زړیږي.
په هیڅ ځای کې او په هیڅ ټولنه کې د مطالعې دود، نه زړیږي او نه هم خلک ور نه مړیږي، یوازینی شی چې بدلیږي هغه د مطالعې ډول او څرنګوالی دی، ځای بدلیږي او له کتاب یا لیکل شوو موادو نه د استفادې ډول یا څرنګوال دی چې بدلیږي یا د مطالعې مواد دي چې په زړیدو سره بدلیږي.
ما د دوی د هلو ځلو په باب موده وړاندې د «تعلیم، کتاب ویشنه، مطالعه او قلملار ټولنه» تر سر لیک لاندې په دوو برخو کې یوه مقاله خپره کړه او په هغې کې مې په مستند ډول و لیکل چې ویسا ورونه څه ډول او د څه په نیت د «قلملار» ټولنې په چوکاټ کې فعالیت کوي.دوی د کتاب ټولونې او کتاب ویشنې د هلو ځلو د یو ګزارش په لړ کې د هغه وخت مالومات داسېلیکي وو:
«قلم لار ټولنه یوه مدني ټولنه ده چې مسئولین یې له خلکو کتابونه را ټولوي او بیا همدا کتابونه لیري پرتو سیمو ته د ځوانانو د لوست له پاره رسوي، داچي لا تر اوسه د لیرو پرتو سیمو ځوانان د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د یوې خوا غربت او ناچاري او د بلي خوا کتاب،قلم،ښوونځي او د نورو وسایلو نه شتون، هغه ستونزي دي چې زموږ ځوانان یې د زدو کړو او پرمختګ څخه شاته پرې ایښي دي. د قلم لار ټولني مسئولینو تر اوسه د هیواد په پنځو لیري پرتو ولسوالیو کې د ځوانانو د لوست له پاره هغوي ته کتابونه رسولي او دهغوي دا ستونزه یې حل کړې ده چې یاد کتابتونونه، دکندهار په سپین بولدک،پنجوائي،د هلمند مارجه،د زابل ښارصفا او پنځم یې هم د خوست په یعقوبیو ولسوالي کې پرانیستلی.»
ما تقریباً لس میاشتې پخوا (۲۰۱۶/۰۲/۲۰) د سواد، مطالعې او د معارف د عامیدو له پاره د ویسا ورونواو د «قلملار» ټولنې په چوکاټ کې د دوی د مدني فعالیتونو په باب د یوې مقالې په چوکاټ کې، د دوی د هڅو یو تصویر وړاندې کړی و. زما د هغو مالوماتو له خپریدو نه وروسته دوی خپل فعالیتونه نه یوازې دا چې په هماغه جدیت سره تعقیب کړي نور یې هم ګړندي کړي دي. په دې مقاله کې به د دوی د لا هڅونې په پار او د سواد، مطالعې د عامیدو او د معارف د لا غوړیدو د لارې د نورو لارویونکو د لا تشویق له پاره د ویسا ورونو هڅو ته یو ځغلند نظر وکړو:
په نظري برخه کې ویسا ورونه د «قلملار» ټولنې د فیسبوک پاڼه کې ډیر فعالرول لوبوي او داسې نظریات وړاندې کوي چې هر لوستونکی یې په لوستولو د معارف د غوړیدو، د تړلو ښوونځیو خلاصیدو او مطالعې ته هڅیږي.
د نویو مالوماتو له مخې ویسا ورونو تر اوسه په ټول افغانستان کې تقریبا ۵۷ زره ټوکه کتابونه تر لوستونکو پورې رسولي دي.د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې یې هیواد کي ۶ میلونه ماشومان له زده کړو بي برخي تر ۱۴۰۰ زیات ښوونځي بند دي.
د ویسا ورونو او «قلملار» ټولنې د نویو هڅو په باب مې د یوه امیل له لارې له ښاغلي مطیع الله ویسا نه د مالوماتو غوښتنه وکړه، او خپلې پوښتنې مې داسې ور سره مطرح کړلې:
ښاغلی مطیع الله ویسا ته سلامونه او درناوی!
هیله ده هر څه مخ پر ښه روان وي.
زه غواړم ستاسو د نویو فعالیتونو په باب بله مقاله ولیکم، که مهرباني وکړئ او زما لاندې پوښتنو ته لنډ ځوابونه ولیکئ:
ــ د کتاب ویشنې په ترڅ کې مو څومره کتابونه په څو ولایتونو کې ویشلي دي؟
ــ څومره تړلي ښوونځي مو په نښه کړي دي او د بیرته پرانستلو له پاره یې تاسو څه کړي او څومره موثر وو؟
ــ د «قلملار» د مجلې او پاڼې په باب مفصل مالومات راکړئ.
له مرستې نه مو همدا اوس مننه کوم.
تر بیا.
ده بیرته په ځواب کې داسې مالومات را ولیږل:
«تقریبا ۵۷ زره کتابونه مو تر اوسه راټول کړیدی، په۲۴ ولایتونو کی مو ویشلی،۷ عامه کتابتونونه مو جوړ کړی دي، ژر به نور هم جوړ سی. دهیواد په۳۴ ولایتونو کی به دکتاب ويشلو لړۍپیل کوو.
زموږ زیات کار جنګی سیمو، خصوصا ۱۳ ناامنو ولایتونو کی دبندو ښوونځیو خلاصون وو. هلته مو علتونه په نښه کول چی ولی ښوونځۍ بند دي، دوهم مو دخلکو سره خبری مجلسونه کول چی بیرته دوباره بند ښوونځي خلاص کړو، تر دیرشو نه زیات بند ښوونځي دې کلونو کی زموږ او قومي مشرانو په مټ بیرته خلاص سول اوس هم دا پروسه روانه ده.
دقلم لار په نوم فیسبوک پاڼه دریو کلونو نه چلوم چی هدف مو بند مکتبونه بیرته خلاصول، ماشومانو ته مرسته کتاب راټولول، خلکو ته دبرسونو تعلیمی مالومات ورکول دي.»
د افغانستان په دې نا آرامه امنیتي شرایطو کې دوی د سر په بیه نا امنه سیمو ته ځي، تړلي ښوونځي په نښه کوي او د هغو د بیرته پرانیستو له پاره یې د محل له خلکو، سیمه ایزو مشرانو محلي چارواکو نه نیولې، بیا د معارف تر وزارت او له هغو نه هم پاس چاواکو ته عارض شوي، ستونزې یې ورسره شریکې
کړې دی او د حل لارې یې ور ته د وړاندیز په ډول مخکې ایښې دي.
د دې عملي فعالیتونو تر څنګه، دوی په ټولنیزو شبکو، په تیره فیسبوک کې د کتاب، مطالعې، ښونځي او مطالعې د عامیدو و او د نوي نسل د روزنې او پالنې په موخه خورا ګټور مطالب خپاره او څرګندونې یې کړي دي. د دې مطالبو له لوستولو څرګندیږي چې یوازې یوه یا دوې جملې څومره تحرک او خوځون را وستی شي او پر دې به هم فکر وکړو چې د ښاغلي ویسا د ځینو پوښتنو ځواب په څنګه شي او د دې خبرو په اړوند زموږ مسؤلیت څه شی دی؟
زه به دلته یوازې د ښاغلي مطیع الله ویسا له فیسبوک پاڼې او د «قلکلار» ټولنې له فیسبوک پاڼې (Pen Path) څخه ځینې وروستي پوستونه، جملې او پوښتنې؛چې د پاسنیو موخو په خاطر لیکل شوي او پوست شوي دي، را نقل کړم او په همدې جملو باندې به دا مقاله پای ته ورسوم:«
ــ هیوادکې دټولو بدبختيو سرچینه بي سوادي ده که بي سوادي ختمه نکړو دبدبختیو خلاصیدل نسته.Pen Path
ــ دومره خو دهرچا مسولیت دی چي خپل کور،کلی کي دخلکو سره تعلیم اړه مجلسونه وکړي ترڅولوڼو،خویندو ته دتعليم اجازه ورکړي. Pen Path
ــتر دغه حالت به نور هم بد حالت راباندي راځي د نوي نسل د تعليم چاره په کار ده.
د بندو ښوونځيو خلاصون او د معارف اصلاح ته لومړيتوب لازمي دى.Pen Path
ــ که فرض کړو زموږ ستاسو ماشومانو پرمخ یوه میاشت ښوونځي بند سي څه غبرګون به وښیوو؟خودهاغه ۶ میلونه افغان ماشومان چي ۱۵ کلونه ښوونځي بند دي ترماپوري ولي ټول چپ یو؟؟؟Pen Pathـ
ــ که دنړۍ سره سیال ژوند کول غواړو نو لمړی باید دهرافغان بچي دزده کړو غم وکړو.Pen Path
ــ تعلیم دهر ماشوم بشري حق دی خو زموږ هیواد کي بیا دلیرو پرتو سیمو ماشومان دا حق نلري.Pen Path
ــ دهر بند ښوونځي شاته دسوونو میندواو ماشومانو هيلي نیمخوا سوي.Pen Path
ــ بند ښوونځي ددوامداري جګړي لامل!
که دبندو ښوونځیو په خلاصون کارونکړو همیشه به دجګړي خلاص نسو.
ــ شپږ میلونه ماشومان دجهالت لمبو وسوځل !
تر ۴۰ زیاتو ولسوالیو کي چي دماشومانو پرمخ یی ۱۵ کلونه ښوونځي بند دي.
دلته زرګونه لیاقتونه ،استعدادونه موجود وو خو هیچا یی غم ونکړ تر نن پوري یی دجهالت اور سوځي ….
ــ تر دي لا بل لوی ناورین؟
تقریبا شپږ میلونه افغان ماشومان دزده کړو بي برخي ښوونځي یی پرمخ بند دي.
تر ۴۰ څلويښتو زیاتو ولسواليو کي ۱۵ کلونه کیږی ددولسم ټولګۍ فارغ نلرو ..
مدنی فعال، دولت ،رسنۍ ،مشر ټول چپ دي.
ایا لس کلونه وروسته چي دا ماشومان ځوانان کیږی بیا به افغان دښمن دهیواد په ضد نه جنګوي ..؟
مسوولیت به بیا پر چا وراچوو؟؟
تاسو یوځل دهاغو ولسوالیو ماشومان وګورئ کوم چي سيمه کي ښوونځي بند دي څومره دتعليم ارمان لري. Pen Path»
او دې ته ورته نورې ډیرې خبرې او پوښتنې.
هغه ماشوم او کوچنی چې پرته له لارښوونې، پرته له سواد زدکړې او پرته له ښوونځي غټیږي؛ ټول ژوند به یې جسمي کار، ټول عمر به ستړیا او درست عمر به اتیاج وي.