قلم لار ټولنه

او قلملار ټولنه

۱

زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي.

که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي،

د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ.

د اوسني بحث اصلي موضوع د قلم لار ټولنې د پروګرامونو او د دې ټولنې د فعالینو پر هلو ځلو باندې راڅرخي. د قلم لار ټولنې او د هغې د مسولینو هلې ځلې د تعلیم، د تړلړ ښوونځيو بیرته پرانستنه، د کوچنیانو او ځوانانو د زدکړو، کتاب سره مینه او د مطالعې کلتور د عامولو په دایره کې تر سره کیږي. د سواد زدکړې، د پوهې تر لاسه کولو اصلي منبع کتاب دی، له کتاب سره مطالعه تړلې ده، نو ځکه دا موضوعات ژوندي دي او هیڅکله نه زړیږي.

په هیڅ ځای کې او په هیڅ ټولنه کې د مطالعې دود، نه زړیږي او نه هم خلک ور نه مړیږي، یوازینی شی چې بدلیږي هغه د مطالعې ډول او څرنګوالی دی، ځای بدلیږي او له کتاب یا لیکل شوو موادو نه د استفادې ډول یا څرنګوال دی چې بدلیږي یا د د مطالعې مواد دي چې په زړیدو سره بدلیږي.

یو وار مې ویلي، اوس یې بیا هم وایم چې په نورو ټولنو کې د تکنالوژۍ له پر مختګ سره د ژوند کولو او ژوند جوړولو سیستم او وسایل او له هغو نه د استفادې څرنګوالی هم بدلیږي، خو زموږ په ټولنه کې یا نه بدلیږي او یا دا پروسه دومره پڅه ده چې هیڅ نه محسوسږي، چې یو له هغونه کتاب، کتاب لوستنه او مطالعه ده. زموږ د ټولنې په ډیره سلنه خلکو کې تر اوسه د کاغذي کتابونو د لوستلو دود نه دی رامنځ ته شوی، خو په نورو ټولنو کې له کاغذي کتابونو نه بریښنايي کتابونو ته خبره اوښتې ده او له بریښنايي کتاوبونو نه اوس اوس خبره غږیزو کتابونو ته رسیدلې ده.

سره له دې چې نه شمیرل کیدونکې نا خوالې زموږ پر خلکو او ټولنې باندې ور تپل شوي دي او د هغو یه سوري او تیاره کې زموږ خلک لاس پښې ښوروي، خو څنګه چې لیدل کیږي د علم د خپرونې، د تعلیم د عامولو، کتاب لوستنې او مطالعې دود، زموږ په ټولنه کې له ستونزو سره سره ، ورځ تر بلې ډیریږي. ما څه موده وړاندې د مطالعې د دودیدو په خاطر د یوې مقالې په ترڅ داسې لیکلي وو:

«د خوشالۍ خبره ده چې د لوست، کتاب او مطالعې په لوري، د استادانو، شاګردانو او نوي نسل پام اوړي. هیله ده چې دا هڅې نورې هم ګړندۍ شي او د مطالعې کلتور دومره عام شي چې کوراکور د کتاب او مطالعې په ارزښت باندې خلک پوه شي. کله چې مطالعه وي، نو ورسره پوهه وي. چې پوهه وي د کتاب او مطالعې وال خپله لار د ښیګڼې او پرمختګ پر لوري پرانیزي. کله چې کتاب او مطالعه وي، د نا پوهۍ او تیارې لمن ټولٌیږي، د خلکو او ټولنې سترګې غړیږي، بیا نو خپل منزل ته د رسیدو لار پیدا کولای شي. د کتاب، مطالعې او مطالعې ته د هڅونې په باب چې هر څومره وویل شي، ولیکل شي او خپاره شي، بې ګټې، تکراري او زاړه به نه وي.»

یو وار مې د یوې مقالې له لارې، له ښاغلي احسان آرینزي سره د زړه خواله کې، د څو نسلونو د سواد او مطالعې مسألې ته داسې اشاره کړې وه؛

«هغه بدبخته نسل چې له ټولنې، پلار، نیکه او له تیرو واکدارانونه داسې ټولنه، شرایط، قوانین او طرز تفکر ورته په میراث پاتې دي، چې هغه نوي زیږیدونکي ماشوم ته پرته له بیسوادۍ، ناپوهۍ او بدبختۍ بل څه په لاس نه شي ورکوالی. دا خو د ژړا او غم وړده، دا پوښتنه باید مطرح شي چې له دې خلکو او ټولنې سره دا جفا چا وکړه، دا هر څه له کوم آدرسه ورسره شوي او له کوم آدرسه همدا اوس کیدونکي دي … زه فکر کوم چې د بدخشان د باریک آب او د افغانستان په نورو سیمو کې د طبعي آفاتو په پیښیدو سره سترې انساني غمیزې رامنځ ته شوې، چې واقعاً د ژړلو وړدي او د هر با درده انسان له سترګواوښکې بهوي، خو زه یې داسې ګڼم چې له دې ټولو غمیزو نه ستره غمیزه همدا د یوه نه، بلکې د څو نسلونو بیسواده پاتې کیدل دي، ټینګارکوم او وایم چې د یوه نه، د څو نسلونو بیسواده ساتل دي.»

ما د مطالعې په باب په خپله یوې مقاله کې، زموږ په ټولنه او خلکو کې د مطالعې د کلتور د نشتوالي یا ضَعیفوالي په باب دوې داسې خاطرې لیکلې وې چې مایوسونکې وې، ورپسې مې دا هم ور نښلولي وو چې موږ باید مایوسه نه شو او …

«… دا هغه تریخ واقعیت دی چې په موږ افغانانو په تیره په پښتنوکې شته؛خو باید مایوسه نه شو، په نیمه لارکې پاتې نه شو، د مطالعې د کلتور د عامولو له پاره باید نور هم کار وشي. لکه په تیره برخه کې مې چې په ننګرهارکې د ننګرهار میدیوتیک کتابتون او په لغمان کې د نعیمي فرهنګي مرکز کتابتون نمونه وړاندې کړې وه، دا د مطالعې د کلتور د عامولو له پاره موثر او باوري ګامونه دي او په هغه پسې دا دی د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د کتابونو د نندارتون پرانستل کیدل، یوځل بیا په دې لاره کې یو بل ډیر ستر او موثر ګام بلل کیږي، هیله ده چې دا دود او دستور نورهم عام شي، وغځول شي، د سیاسي، قومي سیمه ایزو او ژبنیو تضادونو پرځای باید ځوانان مطالعې او د پوهې ترلاسه کولو ته وهڅول شي او دا کار ورو ورو په عامیدودی »

او دا دی زما دا هیله یو څه تر سره شوه او د تعلیم او مطالعې له پاره هڅې او هاند نور هم پسې ګړندی شو. د دغو انساني هڅو په لړ کې دوه تکړه فرهنګیان او دوه با احساسه ورونه، عطا الله ویسا او مطیع الله ویسا دتړلو ښوونځیو د پرانستو، د کوچنیانو او ځوانانو د تعلیم، مطالعې د دود د عامیدو او کتابونو د ویش له پاره داسې هڅې پیل کړي دي چې د ځینو لا زړه ته هم نه لویږي.

ویسا ورونو(عطا الله ویسا او مطیع الله ویسا) خپل فعالیتونه د قلم لار ټولنې په چوکاټ کې تر سره کوي. له عطا الله ویسا سره مې د ۲۰۱۵ کال د اپریل په میاشت کې په کابل کې و پیژندل، بیا مو اړیکې ساتلې وې. هلته په کابل کې او څو وارې یې د تیلیفون او سکایپ له لارې د خپلو فعالیتونو په باب معلوات را کړل. د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په اتلسمه نیټه یې د «قلملار ټولنه» په باب داسې مالومات راکړل:

«د قلملار ټولنې هڅې موږ په ۱۳۸۷ کال کې پیل کړې، خو دا ټولنه مو یو کال مخکې په اړوندو ارګانونو کې راجستر کړه او د فعالیت جواز مو ور ته واخست. د دې ټولنې د کار اصلي ساحه د تعلیم او معارف په برخه کې ده. اوس یې دا پروګرام مخته کړی دی چې په لومړي ګام کې د افغانستان په نا امنو سیمو کې تړلي ښوونځي د دولت او خلکو په مرسته بیرته پرانیزي. کومه احصایه چې زموږ ټولنې په نا امنه سیمو کې د تړلو ښوونځیو د شمیر په برخه کې تر لاسه کړې ده،په نا امنو سیمو کې د تړلو ښوونځیو شمیر یو زرو دوه سوه پنځوس (۱۲۵۰) ته رسیږي.

د قلم لار ټولنې د فعالیت بله برخه دا ده چې بې سر پرسته ماشومان تر روزنتونونو پورې رسوي او هغه بیوزلي او له ښونځیو پاتې ماشومان چې سن یې تر اوو کلنو پورته وي، په کابل کې یې هغو دولتي ښوونځیو ته ور پیژنو چې لیلیه ولري، لکه د خوشال خان او رحمان بابا لیسې.

په قلملار ټولنه کې زموږ د هڅو بله برخه دا ده چې ځینې بیوزله ځوانان د لوړو زدکړو له پاره بهر ته هم لیږو. لومړنی ګروپ مو یو کال مخکې هند ته لیږلی دی او اوس د یو بل ګروپ ځوانانو له پاره زمینه برابروو چې ترکیې ته یې واستول شي. قلملار ټولنه د لوړو زدکړو له پاره ځینې داسې مراجع لټوي چې له موږ سره بهر ته د ځوانانو په لیږلو کې مرسته وکړي.»

ویسا ورونه د قلم لار ټولنې له لارې، تر عادي مطالعې ډیره پراخه ده. د دوی د کار پروګرام دغه برخې را نغاړي:
ــ د هیواد د ټولو ماشومانو د زده کړې مسأله،

ــ په لویانو او ځوانانو کې د مطالعې د فرهنګ دودول،
ــ د تړلړ ښوونځیو د بیا پرانستو له پاره هڅه او مبارزه.

د قلم لار ټولنې د همدې هڅو په پایله کې تر اوسه د هیواد د ځینو ولایتونو په ولسوالیو کې په شخصي لګښت د اوو(۷) عامه کتابتونونو پرانیستل دي.

ویسا ورونه له دغو فعالیتونو سره حق لري چې و وايي:

هلته دتیارو سره په جنګ یمه
چیرته چي د لمر هم رڼا نه رسي

د ۲۰۱۶ کال د جنوري په شلمه نیټه م له ښاغلي مطیع الله ویسا سره د مطالعې او کتاب ویشنې په باب د فیسبوک د چت په خونه کې ډیرې خبرې شریکې کړې چې یوه برخه یې دا ده:«

ویسا ــ سلام، جوړ په خیر!

بهاند ــ سلامونه ویسا صاحب! څه حال مو دی؟

ویسا ــ څه حال دې دی، کور کې خیریت دی؟ سبا ځم خوست کې کتابتون جوړوم، په یعقوبیو ولسوالي کې.

بهاند ـ خدای دې نور توان او برکت هم درکړي. تر څو چې دا خلک با سواده او پوه نه شي، هیڅ شی هم نه سمیږي. ستاسو لار بیخي سمه ده، بریالي اوسئ.

ویسا ــ زموږ یو غم نه دی، په زرګونو غمونه مو پر سر دي. هيڅ دوست د نړۍ پر مخ نه لرو، هره ورځ وژل کیږو، ټکول کیږو خو که یو نه سو نو اخر به ورک کیږو.

بهاند ــ زما هیله دا ده چې د هر کتابتون له پرانستل کیدو نه وروسته یې بشپړ ګزارش په لیکلې بڼه خپور کړئ.

ویسا ـ په یو عالم ستونزو کې ژوند کوم، خو ډیره لویه هیله مو د دې بد بخت قام د اولاد زده کړه ده، ډیرې خوارۍ د دوي لپاره کاږم.

بهاند ــ زموږ لوی دښمن جهالت، ناپوهي او بیسوادي ده چې داسې نا خوالې، اورونه او وینې مو په برخه دي. دې ته مو پام وي چې تر څو مو په کور، کلي او خلکو باندې جهالت، نا پوهي، بیسوادي او بې علمي حاکمه وي، دا حالت به مو په کور کې میلمه وي، هڅه وکړئ چې دا نا بللي میلمانه مو له کور، کلي او وطن څخه کډه شي.

ستاسو دې کور ودان وي، ستاسو خواري ثبتیږي او نه هیریدونکې ده.

ویسا ــ لویه ستونزه جهل او ناپوهي ده.

بهاند ــ ستاسو هڅې او د کتاب خپرول او خلکو ته یې رسول د ډیوو حیثیت لري او له دغه خپاره شوي جهل سره د جګړې تر ټولو ښه وسله ده.

ویسا ــ بس خيل هڅه تر آخري سلګۍ پوري کوم چې خپلو هیوادوالو ته د علم او زده کړو لاره ور وښایو دا به د جګړې مخه نیولې چي قوم مو باسواده سي.

بهاند ــ دا بیخي سمه لار ده، خدای مو بریالي او سر لوړي لره!

ویسا ــ دلته ستونزه یوازې په بې سوادو او نالوستو کې نه ده، لویه ستونزه په لوستو کې هم سته، دلته یو شمیر پښتنې خویندې چې زده کړي یې کړي وي همدغه کسان ورسره بیا واده نه کوي راته ډیرو پښتنو خویندو ویلي دي چې تاسو لوستي ورسره واده نه کوئ، نو کوم پښتون به بیا په لور زده کړې وکړي؟

پښتنه بي بي به د بل کور ته ځي، خو پښتون دي خپلي باټي ولي پلار او نیکه یې توره کړې ده.

بهاند ــ زه پوهیږم چې کله نا کله له لوستو نه هم اور را بلیږي، دا بیا بیل بحث دی چې د مقالو او کتابونو لیکل ایجابوي او بحث ته یې علمي سیمینارونه باید جوړ کړای شي او د حل لارې ور ته ولټول شي، خو نن سبا چار واکي په بل څه لګیا دي. کله کله ځانته په دې قناعت ور کوم چ ې: «ما او تا دې خدای لريــ سرک به جوړ شي سر کاري، خیر په هر صورت، ګوړه ګوړه به لرو، خوله به مو خوږه وي.

ویسا ــ هم به ګوړه ګوړه لرو هم به کار کوو

بهاند ــ بیخي سمه ده، دا دی تاسو هم فعالیت کوئ، چې ښه محسوس هم دی.

ویسا ــ مننه استاده دا خبره مي درسره شریک کوله چې زړه دې خوشاله کړه کړم.

بهاند ــ تاسو او ستاسو دغه ریښتیني مثبت فعالیتونه دې خدای لري، زما د امید سترګې تاسو ته در اوړي. خوشاله او فعاله اوسئ!»

—————————–

د پوهندوی بهاند نورې لیکنې

په پل ویبپاڼه کې د ښاغلي بهاند لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *