ایمل ساپی

د هر هیواد تعلیمي بهیر ځانته او جلا نصاب لري له همدې امله د هر نصاب لپاره جلا جلا مهارتونه او قابلیتونه په پام کې نیول شوي دي.

د نصاب د عملي کیدو او ښه پلي کیدو لپاره بیلابیل ریاستونه کار کوي، چې د بېلګې په توګه د ښوونکو برخه د ښوونکو پر مسلکیتوب، د څارنې او ارزونې ریاست د پوهنیز سیستم د څار او ستونزو موندلو په موخه دندې مخته وړي.

په ځینې هیوادونو کې ارزونه ځان ته څانګه لري، خو یو شمیر نورو هیوادونو کې بیا دا څانګه د څارنې پر ریاست ورګډه شوې ده.

د ارزونې اصطلاح که څه هم د انسان د خلقت له پیل سره پیدا شوې او عملي شوې خو له ۱۸۰۰ م کال را پدیخوا په رسمي توګه اجرا شوې ده.

د ارزونې لومړی تعریف د رالف تایلر له لوري خپور شو چې په کې ویل شوي.[ارزښت موندل(ارزونه) د زده کړیزو پروګرامونو د کچې معلومولو او تعلیمي موخو ته د رسیدو لپاره ترسره کیږي.]

د اروزنې لنډه معنی د ارزښت موندل دي، چې که موږ وغواړو وپوهیږو چېرته یو؟ ( له نړۍ، سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره ځان پرتله کړو) باید ارزونه ترسره کړو.

په نړۍ کې د تعلیم ارزونه هم د همدې موخې په پار رامنځ ته شوې چې، معلوم کړو د زده کوونکو زده کړېزې لاسته راوړنې مو په کومه کچه دي او په ټوله معنی د زده کړیز نظام د (نصاب، ښوونکو څانګې، څارنې، ارزونې او نورو اړوندو برخو) کار کړنو پایله څه ده؟

جاري فینتیس چې د تعلیمي ارزونې متخصص دی د زده کړیزې ارزونې په اړه داسې وايي.[ ارزونه د څار او څیړنې هغه بهیر دی چې له مخې یې د پوهنیز بهیر بریا او زده کوونکو لاسته راوړنه معلوموي.]

د ویکېپیډیا تعریف داسې دی[ تعلیمي ارزونه هغه بهیر دی چې په وسیله یې، د زده کوونکو پوهه، مهارت، چلند او باورونه معلومیږي.]

ځینې ماهرین په منظمه او دوامداره توګه د زده کړو د څار او پایلې معلومولو پروسه ارزونه بولي خو داسې تعریف هم شته[ د زده کوونکو وړتیا، مهارت او اخلاق څیړل او پایله یې تصمیم نیونکې ادارې سره شریکول ارزونه ده] په دې معنی چې د ارزونې پایله د یوه هیواد د زده کوونکو هغه ټولییزه نتیجه ده چې له مخې یې د زده کوونکو ستونزې او لاسته راوړنې په کې په نښه کیږي.

ځینې کتابونو کې بیا لاندې تعریف یو څه ټولییز ګڼل شوی استدلال یې دا دی چې دغه تعریف کې د ارزونې شفاهي هدف تشریح شوی دی چې اشاره یې د زده کړې ودې او پراختیا ته ده[ ارزونه د ښوونې او روزنې د ښه والي لپاره د تعلیمي پروګرامونو په اړه د معلوماتو منظمول، بیا کتنه، او د معلوماتو کارول دي.]

بل تعریف دا دی چې، ارزونه د بیلابیلو سرچینو څخه د راټولو شویو معلوماتو تر بحث لاندې نیول دي چې معلوم کړي زده کوونکي څومره پوهیږي؟ او په خپل ژوند کې له ترلاسه کړې پوهې او زده کړېزې تجربې څخه څومره ګټه اخستلی شي؛ د دې ارزونې پایلې د شته ټولګیو ترڅنګ د راتلونکي درسي نصاب او پوهنیز سیستم لپاره د کارولو وړ دي.

د ارزونې یوه بیلګه: د ترکیې د اتم ټولګي د یوه زده کوونکي مهارتونه، پوهه او تجربه د سوریې د اتم ټولګي له زده کوونکي سره پرتله کوو، ګورو چې د نړیوال معیار له مخې د ترکیي زده کوونکي مهارت ځکه لوړ دی چې مسلکي ښوونکي لري، د زده کړې لپاره کتابتون، لابراتوار، مناسبه ودانۍ، د څښلو پاکې اوبه او ارام فکر لري. خو د سوریې زده کوونکی ځکه وروسته پاتې چې په هیواد کې یې جنګ جګړه هر څه ترې اخستي نو دا ارزونه د دواړو زده کوونکو قوي او کمزوري ټکي راښيي.

دوهمه بیلګه: د افغانستان د شپږم ټولګي یو زده کوونکی د ایران د یوه زده کوونکي په نسبت په لیک، لوست او حساب کې لږ پوهیږي ځکه چې دلته د ښوونکو ډیر لږ مسلکي پوهه لءي او په ټولنیزه – اقتصادي توګه افغانستان د ایران په پرتله وروسته پاتې دی.

دا ارزونې د ملي او یا نړیوال معیار له مخې کیدی شي چې له عمومي نصاب څخه په کې ګټه واخستل شي او یا هم مشترک شاخصونه په نظر کې ونیول شي.    

افغانستان هم د ارزونې یو کوچنۍ ډیپارټمنټ لري، ۱۵ تنه په کې کار کوي، دا ډيپارټمنټ د پوهنې وزارت د کیفیت لوړونې د ادارې تر چتر لاندې خپل فعالیتونه مخته وړي چې نړیوال بانک یې تمویلوي، د دې ډیپارټمنټ دنده دا ده چې د افغانستان تعلیمي بهیر و څاري او پایله یې د پوهنې وزارت له لوړپوړو چارواکو او باصلاحیته ادارو سره شریکه کړي.

دا څانګه په ۲۰۱۳ م کال کې فعاله شوه، چې تر اوسه یې د هیواد په کچه د دریمو او شپږمو ټولګیو د زده کوونکو ارزونه کړې ده او په راتلوونکي کې د نهم ټولګي د زده کوونکیو د ارزونې تابیا لري.

ارزونه بیلابیلې برخې لري چې په نورو لیکنو کې به پرې تفصیلي بحث وشي خو دلته یوه یادونه بې ځایه نه ده چې څلور نیم میاشتنۍ او نهه میاشتنۍ آزموینې هم یو ډول ارزونې دي او همداراز د کانکور ازموینه چې د دولسو کلنو زده کړو څخه تر فراغت وروسته اخستل کیږي هم د ارزونې یو ډول دی خو په نړیواله کچه بیا د فردي پوهې له ارزونې نیولې د لسګونه هیوادونو ترمنځ د پوهې د کچې د معلومولو ارزونې پورې روانې دي چې هر یوه به یې په جلا جلا توګه په راتلوونکو لیکنو کې تر بحث لاندې ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *