تاند – په افغانستان کې هم د نورو هېوادونو په څېر د پوهنځیو او ښوونځیو تعلیمی نصاب د ځوانانو د فکري تګلوري په جوړولو او ټاکلیو کې مستقیم رول لري.

د «فکري پوهنه» په نامه دا کتاب چې د عبدالهادي مجاهد لیکنه ده د نورو مطالبو تر څنګ خپلو لوستونکیو ته وایي چې په کابل کې مېشت امریکایي پوهنتون د عیسویت د تبلیغ په مقصد جوړ شوی دی او د کتاب په پښتۍ یې د کابل د مسیحي پوهنتون په نامه یادوي.

یو شمېر نا تایید شوي راپورونه دا هم وایي چې دغه کتاب د افغانستان په یو شمېر پوهنتونونو کې تدریس کیږي.

د یاد کتاب په ۲۸۱ مخ کې راځي چې، «په هر اسلامي هېواد کې امریکایي پوهنتون یو مسیحي پوهنتون وي چې په نیویارک کې د پروټسنټ عیسایي فرقې او د لویې کلیسا (Presbyterian) له خوا تاسیس او اداره کیږي.» ویل کیږي چې، اکثر دغه ډول (فکري پوهنه) کتابونه له کومې ځانګړې څارنې پرته په پاکستان کې چاپېږي چې بیا وروسته په افغانستان کې خپرېږي.

د افغان امریکن پوهنتون فارغان د فراغت په پروګرام کې
د افغان امریکن پوهنتون فارغان د فراغت په پروګرام کې

د تعلیمي چارو تحلیلګران وایي چې د افغانستان امریکایي پوهنتون په افغانستان کې یو له ډېرو معیاري پوهنتونونو څخه دی چې دا مهال خواوشا ۱۷۰۰ محصلان د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې زده کړه کوي. د یاد پوهنتون د فراغت اسناد د نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا د پوهنتونونو په څېر امتیازات لري.

د افغانستان امریکایي پوهنتون له محصلانو څخه فیسونه اخلي او د پوهنتون د وېب سایټ د معلوماتو له مخې د لیسانس پروګرام د یوه محصل د یوه سمستر فیس ۲۲۲۰۰۰ افغانۍ دی.

افغان امریکن پوهنتون په دوبۍ کې
افغان امریکن پوهنتون په دوبۍ کې

امریکا د لبنان، کوېټ، متحده عرب اماراتو، مصر، قرغیزستان، چین، او فرانسې په شمول له دېرشو څخه په ډېرو هېوادونو کې دغه ډول پوهنتونونه لري. پر افغان – امریکن پوهنتون د یاغیانو له خوا د تېرې ورځې په برید کې ۱۳ تنه مړه او ۳۶ تنه نور ټپیان شول.

 د افغانستان امریکایي پوهنتون په ۲۰۰۵ کال په کابل کې تاسیس شو او په ۲۰۰۶ کال کې یې لومړنیو ۵۳ تنو محصلانو ته د درسونو د تیاري پروګرام پیل کړ. د پوهنتون د وېب سایټ د معلوماتو له مخې، دغه پوهنتون د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) په مالي مرسته په افغانستان کې خپل پروګرامونه پیل کړل، چې وروسته په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د لومړۍ مېرمنې لورا بوش په امر د یادې ادارې له خوا د پنځو کلونو په مخه د ۴۲ میلیونه ډالرو نوره بسپنه ورکول شوه چې خپلې علمي او تدریسي چارې په ښه ډول پرمخ بوځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *