د ولسمشر دا خبره چې پوهنې وزرات کې هېڅ ډول سياست د منلو وړ نه دى د دغه وزارت مامورینو ته نسبي سکون او وظیفوي مصئونیت ورکوي.
ولسمشر دا خبره معمولاً په هغو ناستو کې تکراروی چې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخی د عطامحمد نور د تهدید پر بناء د جامع الکمالات افرادو په نامه جمعیت او شورای نظار د بړیڅو لیست د ولسمشر په وړاندې و غوړوی او د رئیسانو یا مالی او تدارکاتی برخو کې د آمرینو په توګه یی ولسمشر ته د عجز او نیاز په ټولو حرکاتو او سکناتو د منظوری التماس وکړي.
بلخی په لومړي سر کې د داسې بدلونونو او جمهوری ریاست ته د نویو افرادو د منظورۍ او پخوانیو هغو د منفکی ریکارډ ټینګ کړ خو کله چې د ولسمشر لخوا د رد له ځواب سره مخ شو د ښې حکومتولۍ په برخه کې یی د ولسمشر له ځانکړي استازی احمدضیاء مسعود ته د دغې منصوبې د تطبیق ځولۍ و غوړوله.
ځانګړی استازی چې له زندانه د کابل بانک د پوروړی خلیل الله فیروزی په خوشی کولو، افغانستان ته د ښکار لپاره د قطر شیخانو د را بللو او لسګونو نورو قضیو کې یی د ښې حکومتولی کارنامې له ولشمسر پټې نه وې پاتې، د داسې یوه بل ګام له اوچتولو، والی او د والی وزیر ته خپل عذر توضیح کړ.
د پوهنې په وزارت کې د معلمینو او مامورینو د استخدام پروسه له شاوخوا لسو میاشتو وروسته پيل شوې ده، په دغه موده کې لومړی هغه افراد چې د استخدام په برخه کې د اداري اصلاحاتو له لارې استخدام شوي وو تصفیه او پر ځای یی خپل کسان په دې ټکو چې (( محترم …. که در بخش منجمنت و اداره ایفای وظیفه نموده و از تجارب خوب برخوردار است، به صفت آمر …. آن معینیت معرفی ګردید از نزد شان استحصال خدمت نمائید)). ځای پر ځای کړل.
د استخدام پروسه اوس یوازې د هغه لیستونو پر بناء روانه ده چې د شاوخوا اتو میاشتو په ترڅ کې د نظار شورا د بقایاوو او عطامحمد نور په وسیله تذکیه شوي دي، د رئیسانو کلنی ارزیابی له تیر یوه کال راهیسی د جناب عالی پر میز ایښې دي، مقربین او اهل بیت یی د شیرنۍ په بدل کې له جناب وزیر صیب ځخه د تیرولو اوراد زمزمه کوي، خو د وزیر لخوا یې څنډول داسې یو راز بولی چې دوی یې چاته نشی برملا کولای.
د پوهنې وزیر د علمیت او درایت پته له هغو کسانو ښه لګولی شی چې د کابینې په ځینو جلساتو کې یې د ګډون افتخار په برخه شی، له ارګ څخه په یوه متواتر روایت کې ویل شوي چې ولسمشر د کابینې دغه شیخ فانی وزیر ته والیانو ته د معارف وزارت د نویو طرحو او بهبود په اړه معلومات ورکړي، خو نوموړي په ډیره خشوع اوتضرع وفرمایل: ((جناب رئیس صیب ما طرح خاص نداریم فقط منتظر حکم شما هستیم هر چې که شما فرمودید هموتو خواد شد)).
خو داسې هم نه ده چې دغه زوړ سړی کومه طرحه نه لري، آخر عطامحمد نور ته خو ورتګ شته هغه ته به څه ځواب وایی؟ دا ځل د پوهنې وزارت د لوټ، تالان او څوارلس کلن پرمختګ د نابودۍ طرحه روانه ده د دغې طرحې په تطبیق سره به د ملی وحدت د حکومت پر لمن د تاریخ یو بل تور داغ هم ولګول شي.
د دغه نوې طرحې له مخې د پوهنې وزارت اوسنی تشکیل باطل ګڼل شوی او د یوه نوې تشکیل طرحه ترتیب شوې ده چې په منظورۍ سره به یی موجود رئیسان، آمرین او عمومی مدیران باید له دندو لیرې او دوهم ځلې د آزادې سیالۍ له لارې وظیفې اشغال کړي.
د اداری اصلاحاتو او ملکی خدماتو د قانون له مخې کله چې د بست عنوان او رتبه بدلون مومی او د وظایفو په لایحه کې یې دیرش سلنه تغییر رامنځ ته کیږی هغه بست باید له سره اعلان شی او د آزادۍ سیالۍ له لارې نوی اشخاص ورته راوستل شي،
په دې سره به د پوهنې د وزارت قباله نظار شورا او جمعیت ته ورکړل شی او والی به د لا زیات بغاوت، تمرد او هوس په داسې مستی واوړي چې دوهم متفکر به یی کله هم فکر نه کاوا» او کفاره به یې بیا هم هدغه مظلوم ملت ورکوي.
