بیا یو څو ترخې خبرې
لومړۍ برخه
افغانستان د عجایبو او استثنأتو هیواد دی، د افغانستان د بیلابیلو برخو د خلکو د ژوند، په بیلابیلو برخو کې د مځکې او آسمان د واټن په څیر فاصله موجوده ده. د پښتنو په ځینو سیمو کې دا رواج لا ویاړ دی چې د غیرت له مخې خپله خور، لور… ښونځي ته نه پریږدی، خو په هرات ولایت کې یوې زدکونکې اپلیکیشن جوړ کړي دی: «دانشآموزان دختر در هرات اپلیکیشن میسازند»
غیرتي پښتون نه یوازې دا چې خپله خور و لور ښونځي ته نه پریږدي، بلکې که یې د موبایل یا کمپیوتر نوم ورنه واورید نوبیا بله بلا بوټیږي. همدا پښتون لا بیا سبا وايي چې موږ سره حکومت، دولت او لا ټولې دُنیا لوی ظلم کړی دی.
وه ماما!
په کلی، ولسوالۍ او ولایت کې دې ښونځی شته، ته یې ولې سوزوې او یا ولې درنه سوزول کیږي، په ښار کې دې پوهنتون در جوړ شوی، خو ته یا د دولسم فارغ نه ورته لرې یا دې ښځینه مخلوق(خور، لور…) نه ور پریږدې.
ښه او مثال یې په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون دی چې ته خور، لور نه ور پریږدې، له نورو ولایتونو نه په زدکړو مین ځوانان ورته راځي. د اوریدو له قراره د یاد پوهنتون په لیله کې د افغانستان له نورو سیمو محصلین راغلي دي او درس په کې وايي، په خپله د سیمې غیرتیان خو خپلې خویندې او لوڼې د پوهتنون لوري ته لا نه ور پریږدي، خو چې سبا یې بیا میرمن، وریندار یا ناوې ناروغه شي، پردي ډاکتر ته یې ور خوځولې وي، هغه یې په کوم ځای (کابل، پاکستان یا هند) پر میز څملولې وي او د معاینې په غرض یې پر بدن لاس وهي، غیرتي ماما د غیرتونو پیټي په شا د باندې له کلینک نه ورته ولاړ وي.
په پښتنو کې د بې سوادۍ د سطحې جگوالی، د تعلیمي کچې ټيټوالی، له زدکړو سره مینه نه درلودل او په نورو داسې فکرونو کې د ژوند ډیره برخه تیرول چې څه په لاس نه ورکوي، د دې سبب شوي چې په کوڅه، کلي، ښار او هیواد کې یې سیالان د پیغورونو لښکر مخکې ورته ودروي.
څو ورځې مخکې د سیاسي او نظامي کړکیچونو او ستونزو په پایله کې ځینې کسان او ډلې د خپلو ناروا غوښتنو د تر سره کیدو له پاره د مظاهرې په نامه د کابل ښار واټونو ته و وتل او خیمې یې ودرلوې، د ستونزو د تبلیغاتي جگړې څپې یې تر فیسبوک پورې هم ورسیدې.
مظاهره په متمدنه او معاصره نړۍ کې په هره دیموکراتیکه ټولنه کې د خلکو حق دی، خو د قانون په چوکاټ کې، داسې نه شي چې ټول خلک پر سره تبۍ کینوي. په مظاهره کوونکو کې یو شمیر تندلاري چې ډیر ځلې د کابل خلک په تکلیفوي او حتی د ټپي کیدو او وژنو سبب یې هم کیږي. دې ډلې افرادو ته ځینو پښتنو د «لنډغر» کلمه کاروله. د لنډغر مانا په قاموسونو کې داسې ښودل شوې ده:
لنډغر= لکۍ پرې کړی، بې شرمه، آواره، ایله گرد (عبدالقیوم زاهد مشواڼی، زاهد پښتوــ پښتو سیند، ۹۱۷ ام مخ)
پرته له شکه چې د لنډغر د مانا او هغه کارونه چې دغې ډلې افرادو تر سره کړل، اړخ لګوي، خو په پښتنو کې د له حده ډیرو سیاسي او ټولنیزو نیمگړتیاوو، د شته والي په وجه ، په تیره د تعلمي سطحې د ټیټوالي په پار، همدغو لنډغرو دوی ته د پیغورونو داسې لښکر مخکې وداوه چې ځینې برخې یې په رښتیا سره په ډیره سلنه پښتنو کې موجود دي. د همدې یادو مظاهرو په ترڅ کې د فیسبوکي «تا ویل او ما ویل» په لړ کې مې د هغو پیغورونو لست تر سترگو شو چې کوم لنډغر ځوان د پښتنو په آدرس پوست کړي وو. ښه ده و وایم چې له زهرو ډک څو جامونه یې د ټولو پښتنو په مخ کې ایښي وو. ما هماغه شیبه وروسته له لوستلو دا توري ورته ولیکل:
پښتنو ته ریښتینی پیغور:
د پښتنو د نا پوهۍ او نه تحصیل په وجه یو پنجشیری ځوان چې پښتانه د لنډغر خطاب ور ته کوي، ځانته حق ورکوي چې بیرته پښتنو ته و وايي او په پښتنو کې یوه شته نقیصه وپړسوي، ځو نورې نا روا نواقص ور سره مل کړي او په مخ کې یې ور ته کیږدي. داسې یوه نقیصه ورته وړاندې کړي چې په رښتیا په دې عصر کې د پښتنو د نا پوهۍ او جهالت په وجه په دوی کې شته او د دې حقیقي نقص تر څنگه سل نور تورونه در باندې د همدې یوې نقیصې په سیوري کې در باندې تپي او ساده لوستونکي او اوریدونکي او لیدونکي د همدې رښتیانۍ نقیصې د شته والي په وجه هغه سل نور تپل شوي پیغورونه هم مني.
څو پیغورونه او څو ترخې خبرې یې دا دي:«…
ــ آری ما لندغر هستیم اما دختر و زن خود را با خر تبدیل نمیکنیم،
ــ آری ما لندغر هستیم اما ماستری داریم!
ــ آری ما لندغر هستیم اما قاتل ۱۰۰ ها هزار مردم بی گناه را برادر خطاب نمیکنیم،
ــ آری ما لندغر هستیم اما از قاتل و بی اصل و نصب امیرالمومنین جور نمیکنیم…»
دا پاسني پیغورونه چې په پښتنو باندې وارد هم دي او رښتیا هم چې دغه نیمگړتیاوې شته، په خور او لور ولور اخلو لا یې په څارویو بدلوو، ماستري او ډاکتري خو لا څه کوي چې اوس لا ډیری خلک عادي لیک لوست نه شي کولای؛ نو دا ثابتیږي چې په پښتنو کې له تعلیم سره مینه یا نه شته او یا په ډیره ټیټه سطحه کې ده.
د لومړۍ برخې پای
تاسو د خوست یادونه کړې، مخکې دا ستونزه وه، خو اوس تر ډيره حل شوي، دلته هر کال تقریبآ ټولې دولسم پاسې خویندې په کانکور کې برخه اخلي، نو لدې معلومیږي، چې د خوست کورنۍ اوس پدې ارزښت پوهیدلي، خبره زده کړو ته په پریښودو کې نه ده، خبره د زده کړو په کیفیت کې ده، چې نورو هیوادو ته د ناروغانو تګ ته مجبور یو.دخوست په ښوونځیو کې له درې لکه زده کوونکو یې یوازې یو نیم لک نجونې دي.په پوهنتون کې له درې څلور سوو نجونو څخه نیمایې خوستۍ نجونې جوړوي او په خصوصي پوهنتونو او انیستیتوتونو کې خو حساب نشته، یوازې په یوه نیمه طبي خصوصي انیستیتوت کې تر پنځه سوه پورې نجونې زده کړې کوي، نو تا دلته خوست سخت مضر معرفي کړی.